مارچ 3, 2021

نبي؛ افغانان یې غندي خو د کرکیټ نړیواله شورا یې بیا هر ځلي ستايي!

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تکړه الراونډر لوبغاړی محمدنبي عیسې خېل یو ځلي بیا د کرکیټ نړیوالي شورا پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي ستایلی.
دې شورا پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي لیکلي، محمدنبي عیسی خېل هغه لوبغاړی دی، چي په یو ورځنیو او شل آوریزه دواړو ډوله لوبو کي د نړۍ لومړی نمبر الراونډر لوبغاړی دی.

افغان لوبغاړی محمدنبی عیسی آي سي سي یا د کرکیټ نړیوالي شورا په شل آوریزه او یو ورځنیو لوبو کي د نړۍ لومړی نمبر الروانډر ټاکلی او د نړۍ پر ټولو الراونډرانو باچاهي کوي.
دا چي افغان کرکیټ ملي لوبډلي تر دې دمه په ټیسټ سیالیو کي یوازي ۴ لوبي ترسره کړې او په وروستۍ هغه کي یې هم محمدنبي عیسی خېل د ټیسټ سیالیو سره مخه ښه وکړه. ممکن د زیاتو سیالیو په ترسره کولو سره نبي په ټیسټ سیالیو کي هم د نړۍ لومړی نمبر الراونډر لوبغاړی وای.
په تېر ۲۰۱۹م د کرکیټ پنځوس آوریزه نړیوال جام په سیالیو کي تر بیلابیلو ناندریو وروسته اوس زیاتره افغان مینوال محمدنبي عسی خېل، راشدخان ارمان او اصغر افغان غندي.
مینوال وايي دوی په نړیوال جام کي د افغان ملي لوبډلي د ټولو لوبو د بایللو اصلي عاملین دي.
خو بل پلوه د کرکیټ نړیواله شورا بیا دې وروستیو کي هر ځلي د محمدنبی عیسی خېل او راشدخان ارمان  ستاینه کوي.
راشدخان ارمان بیا د شل اوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کي د نړۍ لومړی نمبر توپ اچونکی دی.
د دې ترڅنګ د ملي لوبډلي بل سلو توپ اچونکی مجیب ځدران په شل آوریزه سیالیو کي د نړۍ دوهم او په یو ورځنیو لوبو کي بیا د نړۍ درېیم نمبر توپ اچونکی دی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي