مارچ 5, 2021

ویاړ؛ سنرایزر حیدر اباد لوبډلې هم د افغان لوبغاړي محمدنبي ستاینه کړې.

د هندوستان په آی پي ایل سیالیو کي نوموتي لوبډلي سنرایرز حیدر آباد هم د افغان کرکیټ ملي لوبډلي د الراونډر لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل ستاینه کړې.
حیدرآباد لوبډله له دوو مخکنیو کلونو ترڅنګ سږ کال هم دوه افغان لوبغاړي محمدنبي او راشدخان له ځان سره لري.
دې لوبډلي پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي محمدنبي عسی خېل ستایلی، چي دا لوبغاړی په شل آوریزه او یو ورځنیو دواړو لوبو کي د نړۍ لومړی نمبر الراونډر لوبغاړی دی.

دې لوبډلي وروسته له هغه د نبي ستاینه وکړه، چي پرون چهارشنبه بیا د کرکیټ نړیوالي شورا هم د نبي عسی خېل ستاینه کړې وه.
دې شورا هم ویلي وه، نبي دا ویاړ له ځان سره لري، چي هغه د شل آوریزه او یو ورځنیو سیالیو په نړیواله درجه بندي کي د نړۍ لومړی الراونډر دی.
افغان لوبغاړی محمد نبی عیسی خېل آي سي سي یا د کرکیټ نړیوالي شورا په شل آوریزه او یو ورځنیو لوبو کي د نړۍ لومړی نمبر الروانډر ټاکلی او د نړۍ پر ټولو الراونډرانو باچاهي کوي.
دا چي افغان کرکیټ ملي لوبډلي تر دې دمه په ټیسټ سیالیو کي یوازي ۴ لوبي ترسره کړې او په وروستۍ هغه کي یې هم محمدنبي عیسی خېل د ټیسټ سیالیو سره مخه ښه وکړه. ممکن د زیاتو سیالیو په ترسره کولو سره نبي په ټیسټ سیالیو کي هم د نړۍ لومړی نمبر الراونډر لوبغاړی وای.
په تېر ۲۰۱۹م د کرکیټ پنځوس آوریزه نړیوال جام په سیالیو کي تر بیلابیلو ناندریو وروسته اوس زیاتره افغان مینوال محمدنبي عسی خېل، راشدخان ارمان او اصغر افغان غندي.
مینوال وايي دوی په نړیوال جام کي د افغان ملي لوبډلي د ټولو لوبو د بایللو اصلي عاملین دي.
خو بل پلوه د کرکیټ نړیواله شورا بیا دې وروستیو کي هر ځلي د محمدنبی عیسی خېل او راشدخان ارمان  ستاینه کوي.
راشدخان ارمان بیا د شل اوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کي د نړۍ لومړی نمبر توپ اچونکی دی.
د دې ترڅنګ د ملي لوبډلي بل سلو توپ اچونکی مجیب ځدران په شل آوریزه سیالیو کي د نړۍ دوهم او په یو ورځنیو لوبو کي بیا د نړۍ درېیم نمبر توپ اچونکی دی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي