افغانستان ټولنیز ژوند سپورټ کرونا

نبي خیریه بنسټ د هیوادوالو سره یو میلیون افغانۍ مرسته کوي!

د افغانستان د کرکیت ملي لوبډلي وتلی الراونډر لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل د خپل خیریه بنسټ له لوري د بې وزله هیوادوالو سره د یو میلیون افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته کوي.

محمدنبي عیسی خېل پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه ویلي:

((د نبي خیریه بنسټ په سختو حالاتو کي له خپلو بې وزله خلګو سره د یو میلیون افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته کوي، دا چي په نړۍ کي د کرونا ویروس خورېدو له ویري خلګ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، افغان بې وزله ولس هم ترې بې برخي پاتي نه دئ، دا مهال زیاتره افغانان خپلي ورځنۍ چارو ته رسیدګي نسي کولای او تر ډېره په خپلو کورونو کي پاته دي، نو د نبي خیریه بنسټ مشرتابه وپتیله چي په دې سختو شیبو کي تر خپله وسه د بې وزلو لاسنیوی وکړي.))

محمدنبي پر یو شمېر نورو افغانانو هم ږغ کړی، چي د نبي خیریه بنسټ سره په بیلابیلو برخو کي همکاري وکړي، تر څو اړمنو افغانانو ته مرستي ورسوي.

محمدنبي عیسی خېل وروسته له هغه دا ګام اخلي، چي د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي د ګڼ شمېر لوبغاړو ترڅنګ یو شمېر نورو افغان ورزشکارانو هم د بې وزله کورنیو سره بیلابیلو برخو کي مرستي وکړې.

راشدخان، افتاب عالم، مجیب الرحمن، نجیب الله ځدران، هشمت الله شهیدي، بازمحمد مبارز، احمدولي هوتک او سمیع الله فیضي هغه افغان لوبغاړي دي، چي د حکومت سره ئې د کرونا ویروس مبارزې پار او بې وزله خلګو سره مرستي کړي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ