فبروري 24, 2021

نایب: تر څو چي اصغر کپتان وي زه ملي ټيم کي نه لوبیږم

نن چهارشنبه تر غرمې وروسته د افغانستان د کرکیټ بورډ رئیس فرهان یوسفزي په یوه خبري کنفرانس کي د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي لپاره پخوانی کپتان اصغر افغان د درې واړه فارمټونو لوبډلمشر وټاکه.

د اصغر افغان ټاکنه د کرکیټ ملي لوبډلي پخواني لوبډلمشر ګلبدین نایب په کلکو ټکلو وغندله.
هغه نن چهارشنبه ماښام پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه د ژوندۍ ویډیو له لاري وویل، تر څو چي اصغر افغان د ملي لوبډلي کپتان وي دی په ملي لوبډله کي لوبي نه کوي او استفاء ورکوي.

ګلبدین نایب وایی((زه هر لوبډلمشر منم خو اضغر چې د افغانستان کرېکټ او نوم سره یې ستر خیانت او ظلم کړی نه یې زه او نه یې نور پر هیواد مئین کرېکټران مني. موږ به تر هغو له ملي لوبډلي لیري یو تر څو چي د اضغر مشري روانه وي. کرکیټ بورډ د دې پر ځای چي اصغر کپتان ټاکلی وای باید محکمه کړی ئې وای ځکه هغه په نړیوال جام کي د ملي لوبډلي، د لوبغاړو او ټولو هیوادوالو سره خیانت وکړ)).
هغه د دې ترڅنګ زیاته کړه((هغه کس چې نړیوال جام کې یې د افغانستان د عزت سره لوبې وکړې، هیڅکله یې د لوبډلمشر په توګه نه منم. په ژوند کي مۍ دوه ځله ژړلي یو چي زما کوچنۍ لور وفات سوه او دوهم چې نړیوال جام کۍ کومه جفا ما او افغانستان سره اضغر او ډلي ئې وکړه. زه په نړیوال جام کې د هر یوه اطاق ته ورتلم دروازه مي ورټکوله، چي خیر زما لپاره نه د افغانستان لپاره ولوبیږي، خو دوی ویل نه هرڅه تا کړي او ته پوهیږې)).

هغه دا هم وویل، چي دا په کرکیټ کي یوه مافیایي کړۍ ده، چي مشري ئې د کرکیټ بورډ پخوانی مسول عاطف مشعل کوي او راشدخان، محمدنبي عیسی خېل، اصغر افغان او ځیني نور ئې غړي دي.
اصغر افغان او نه هم افغان کرکیټ بورډ تر اوسه د ګلبدین نایب د یادو خبرو په اړه غبروګونه ندی ښودلی.
اصغر افغان څلور کاله د ملي لوبډلي مشري کړې، خو د تېر پنځوس آوریزه نړیوال جام مخکي کرکیټ بورډ د هغه پر ځای ګلبدین نایب وټاکه.
په نړیوال جام کي افغان لوبډلي ټولي لوبي وبایللې او له هغه راوروسته راشدخان ارمان د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي لوبډلمشر او اصغر افغان ورسره مرستیال لوبډل مشر وټاکل سو.
خو نن یو ځلي بیا د کرکیټ بورډ رئيس فرهان یوسفزي اصغر افغان د ملي لوبډلي لوبډلمشر وټاکه او علت ئې هم په بهرنیو لیګونو کي د راشد خان ډېره مصروفتیا یاده کړه.