ناڅرګندو وسله والو هلمند کې درې کسانو ته مرګ ژوبله اړولې 

د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسله والو پر ملکي کسانو ډزې کړې دي.

د هلمند ځایي چارواکو ویلي چې نامعلومو وسله والو د ناوې ولسوالۍ په تریخ ناور سمیه کې د یوه کور په حجره کې پر ناستو ملکي کسانو ډزې کړې دي چې په نتیجه کې یې دوه تنه وژل شوي او یو بل ټپی شوی دی.

چارواکو زیاته کړې ده چې تر اوسه پورې د پېښې اصلي علت معلوم نه دی خو زیاتوي چې په دې اړه د دوی څېړنې روانې دي.

چارواکي ټینګار کوي چې ډېر ژر به د پېښې عاملین د قانون منګولو ته وسپارل شي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله