فبروري 26, 2021

ناوخته اعترافونه؛ جنرال مراد مخکې ولې نه خجالته کیده؟

لیکنه: ارشاد رغاند
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال جنرال مراد علي مراد، چې تازه د کابل ګارنیزیون قومندان ټاکل شوی، نن یې رسماً د یو لړ مراسمو پرمهال له خپلې دندې سره مخه ښه وکړه.
د هغه پرځای افغان حکومت جنرال اخترمحمد ابراهیمي، چې وروستۍ دنده یې د جمهوري ریاست د محافظت ریاست و، ټاکل شوی.
جنرال مراد د خپلې مخکینۍ دندې د مخه ښې په مراسمو کې د افغان ملي پولیسو له بد وضعیت څخه پرده پورته کړه.
مراد په کورنیو چارو وزارت کې د جوړو شویو مراسمو پرمهال، چې له پراخ رسنیز پوښښ څخه برخمن وو، د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل:
افغان ملي پولیس په ډېرو سیمو کې په نهره ګېډه د دښمن پر وړاندې جنګیږي، دوی په همدې حالت کې هم خپل سنګرونه ساتي، چې زه یې قربانۍ او سرښندنې ستایم، خو له دې کبله ځان خجالته ګڼم، چې د دوی په نس مړولو او پر خپل وخت ورته د اعاشې په رسولو بریالی نه شوم.
همېشنۍ ستونزه؛ عمومي شرم !
د افغان ملي ځواکونو ؛ په ځانګړي ډول د ملي پولیسو د بد وضعیت مسئله نوې خبره نه ده. له کلونو راهیسې په دې اړه راپورونه او شکایتونه خپریږي، چې پولیس هم د اعاشې او هم د تجهیزاتو له پلوه په سم ډول نه حمایه کیږي.
داسې هم ویل شوي، چې د نورو ځواکونو په پرتله د پولیسو د زیاتو تلفاتو یو لوی دلیل هم همدا ستونزه ده.
د پولیسو پر خپل وخت نه تجهیزیدل او ورته د اعاشې نه رسیدل په دې دلیل نه دي، چې ګواکې حکومت ورته لازمه بودیجه او امکانات نه دي ځانګړي کړي؛ د دې دلیل تل دا ښودل شوی، چې د پولیسو ادارې له فساده خورا ډکې او خپله د ولسمشر غني په حواله د فساد د زړه حیثیت لري.
د جنرال مراد دا اعتراف د یوه لوړپوړي مقام په توګه ممکن د ډېرې ستاینې وړ وای، خو چې پرخپل وخت شوی وای!
مراد کامیاب که ناکام جنرال ؟
جنرال مراد مخکې دافغانستان د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال او په ورته مهال د ملي پوځ د ټولو ځمکنیو ځواکونو عمومي قومندان و. هلته یې د کار او فعالیت په اړه په عام ډول ډېر ځله مثبت قضاوت شوی.
د هغه په اړه ډېر ويل شوي، چې پرکاره او ژمن جنرال دی، خو دا چې په کورنیو چارو وزارت کې د هېواد د امنیت تامینولو د تر ټولو ستر مقام په توګه دی ولې بریالی ثابت نه شو، د پوښتنې وړمسئله ده.
ځينې د دې نه بریالیتوب لوی دلیل د کورنیو چارو وزارت د سیستم خرابوالی ګڼي او ورته ستونزمنه بریښي، چې یو فرد دې په لږ وخت کې د سیستم د ویجاړیو په رغولو بریالی شي.
خو ځینې باور لري، چې جنرال مراد یا په طبیعي او یا د شته وضعیت له تبعیضي کیدو سره له مجبوریته د یوه ملي جنرال پر ځای په یوه قومي جنرال بدل او ډېر پام یې د هزاره وروڼو خوا ته واوښته.
د دې ادعا یو دلیل دا کیدای شي، چې ښاغلی مراد ډېرځله په بېلا بېلو هغو مراسمو کې لیدل کیده، چې د هزاره وروڼو اړوند ول او هم یې د کاري چاپېریال زیات تمرکز د هزاره مېشتو مرکزي ولایتونو، د کابل لویدیز او نورو هغو برخو ته و، چې دی ورسره په قومي او تبعیضي چلند تورنیدای شو.
په هرحال؛ بې ضرورته نه وه، چې د جنرال مراد په کاري تمرکز او لاسته راوړنو لږ بحث شوی وای، خو دا د افغان چارواکو عمومي ستونزه ده .
د بې مسولیته څرګندونو دود !
ډېری چارواکي هم په مخکیني او هم په اوسني حکومت کې عادت شوي او دا ورته یو مسولیت ښکاري، چې د دندې له ختمیدو سره یې په عقده مندانه ډول د خپلې اړوندې ادارې رازونه او کمزورۍ برسېره کړي.
په داسې حال کې، چې همدغه چارواکي به د خپلې دندې پرمهال د دې ستونزو او کمزوریو د ختمولو لپاره د خپل مسولیت په ترسره کولو نه وي بریالي شوي، یا یې پاملرنه ورته نه وي کړې.
د جنرال مراد وروستي اعترافات که له یوه اړخه په یوه حساسه او له مسولیته ډکه برخه کې د حکومت له یوې شرمونکې ناکامۍ څخه پرده پورته کول دي، خو له بله اړخه په دغه شرم کې پر خپلې ونډې پرده نه شي اچولی.
د داسې اعترافاتو پایلې په نظرکې نیول هم اړین دي، په ځانګړي ډول چې د امنیتي سکتور غوندې د یوه حساس سکتور اړوند اعترافونه وي.
دا ډول اعترافونه که د ځان سپینولو لپاره وي، یا په دې نیت چې وار د مخه خپل ځای ناستی له ستونزو ووېروي، خو پر شته ملي ځواکونو او هغو خلکو چې له دې لیکو سره د یو ځای کیدو لېوالتیا لري خورا بدې اغېزې لرلی شي.
له دې وجې ښه ده، چې چارواکي خپل شخصي اغراض، عقدې او ناکامۍ په دې ډول ونه پالي کومې چې په لویه کچه وطن ته تاوان پېښوي.