نالوستې ښځې له کومو ستونزو سره مخ وي؟

 

په نړۍ کې د نارينه‌وو ترڅنګ ښځې په ټولنه کې سم نيم مسووليت، په غاړه لري ځکه ويلی شو چې د ښځو لپاره تعليم اړين او بيخي ضرور دی.

تېر حکومت کې د ملګرو ملتونو د سازمان د شمیر پر بنسټ زموږ د هېواد په سلو كې ۶۶ وګړي د سواد له نعمته بې برخې دي او په سلو كې ۳۴ باسواده دي چې يوازې ليك او لوست كولای شي .

د دې سازمان د وينا پر بنسټ د هېواد په كلیو او بانډو كې د سواد كچه ډېره راټيټه ده. په سلو كې ٪۹۰ ښځې او په سلو كې ٪ ۶۹ نارينه نالوستي دي . دا په داسې حال كې ده چې د مركزي احصايې د ادارې د وينا پر بنسټ، په ټول هېواد كې ۵/۹ وګړي نالوستي دي، چې ۵/۵ مليونه يې ښځې او ۴ مليونه يې نارينه دي .

د مركزي احصايې د ادارې د آمارو پر بنسټ په ټول هېواد كې ۱۲۴۶۱ د سواد زده‌كړې كورسونه پرانيستي دي، چې ۹۶۲۱ يې ښځينه كورسونه دي او ۲۴۰۲۹۲ تنه ښځينه زده كوونكي لري . په همدې توګه د سواد زده‌كړې معينيت تېر كال ۴۶۱۳۳ تنه فارغان درلودل ، چې ۳۴۴۰۷ تنه يې ښځې وې . د هېواد د سواد زده كړې د معینيت په وينا : د هغو آمارو پر بنسټ چې د مركزي احصايې د ادارې له خوا خپاره شوي، زموږ د هېواد په سلو كې ۲۵ وګړي لوستي دي چې د هغو له جملې څخه په سلو كې ۱۰٪ يې ښځې دي . د هېواد په سلو كې ٪ ۹۰ ښځې او په سلو كې ۳۰ نارينه نالوستي دي.

د اسلام له نظره د علم زده‌کړه په هر نارينه او ښځينه فرض ده. بې علمه انسان د ړوند يا د بې مېوې ونې په څېر دی. زموږ په ټولنه کې نجونې د ناوړو دودونو او ځوانان د خراب اقتصادي وضيعت په خاطر د علم له نعمت څخه بې برخې دي دا چې ((ښځې په يو لاس زانګو په بل جهان زنکوي)) په دې مانا چې يوه مېرمنه وروسته له واده کورنۍ روزي او له دې پاتې اولادونه هم په همدې ډول نسلونه روزي.

ښځه بايد څومره خپلواکه، لوستې او غښتلي وي؟

لومړی: ټولنیز ژوند له یوې کورنۍ راپیلېږي او په پښتنې کورنۍ کې  داخلي ترتیب عموما د ښځو په غاړه وي، کله چې یوې بې تجربې، کم عمره او بېسواده ښځې ته د یوې کورنۍ مسوولیت ور په غاړه شي، معلومه خبره ده چې سم یې نشي ترسره کولای او کورنۍ د ګډوډۍ لوري ته ځي.

دویم: د ژوند انډول نیمه برخه ښځه یا په بله اصطلاح د انساني ژوند نیمه انرژي ښځه ده او زموږ په ټولنه کې موږ خپل نیم قوت پخپله له ځانه اخیستی او په ښځو دا عملیه اجرا کړې چې ” ښځه یا د کور وي، یا د ګور”.

درېیم: د پښتنو ښځو بېسوادي د ټولنې د شاتګ لوی لامل دی.
دا ځکه چې ښځه ډېر وخت د یوه مور ده او د مور غېږه د ماشوم روزلو لومړۍ مدرسه ده خو د هغې مور د غېږې مدرسه چې حتا لیک لوست یې نه وي زده، له هغې سره څومره لوی توپیر لري چې لیسانس، ماستره. او نور علمي سندونه لري. او همدا توپیر د ټولنو ترمنځ هم در قیاس کړئ.

څلورم: د پښتنو نجونو د ودولو سیسټم زموږ د ټولنې د پرمختګ تر ټولو لوی خنډ دی.
زموږ په ټولنه کې کله چې یو هلک زلمی شي تر هر څه لومړی غم یې د واده ورسره وي دا ځکه چې د لوړ ولور د موندلو په تلاش کې یا نورو ملکونو ته ناقانوني مسافرت کوي ناقانونه تجارت او یا هم غلا او جنګ، قتل او قِتال کوي، دا ځکه چې دی باید ښځه ولري ځکه دلته خو تر دېرش کلنۍ مخکې د ښځې لرل حتمي دي، کنه د خلکو د پېغور به یې.
نو که موږ غواړو چې یوه پرمختللې ټولنه ولرو تر هر څه زیاته توجه باید ښځو او د ښځو ژوند ته وکړو، د تعلیم اجازه ورکړو، ولور یې کم کړو، هر خوښ او نا خوښ ته یې په نکاح ور نه کړو، ولور یې ټیټ کړو حتا بېخي یې وانخلو او تر ټولو مهمه دا چې ټولنیزه ازادي ورکړو تر څو دوی کار وکړي یوه اندازه پیسې ولري او تل د پلار، ورور یا خاوند لاس ته په تمه نشي.

وروستي مطالب