Advertisements
ژوند بڼه کورنی ژوند

ناسالم حسادت ګډ ژوند له منځه وړي!

ژباړه: عطا محمد میاخېل

کله ناکله هغه وخت ډېر خوند کوي چې د خپل ژوند د شریک حسادت ووینئ، ځکه تاسو ته دا احساس درکوي، چې هغه واقعاً درسره مینه لري، ورته مهم یاست او له دې وېرېږي چې خدای مه کړه، له لاسه مو ور نه کړي، د چا نه خوښېږي، چې دا ډول ښه احساس تجربه کړي؟

خو په یوه اړیکه کې له بریده ډېر حسادت اصلاً ښه او سم نه دی، ځکه د یوه کینه‌کښ انسان په وجود کې د نه‌باورۍ د احساس ښکارندویي کوي.

ښایي په یوه مینه‌ناکه اړیکه کې حسادت په زړه‌پورې ترسترګو شي، خو دا چې وغواړئ تل له یو بل سره واوسئ (ګواکي ټوله دنیا مو په مقابل لوري کې خلاصه شوې ده، یا برعکس) په اوږد مهال کې به بدې پایلې ولري.

اوس له کومه ځایه پوهېدای شئ، چې د ژوند د شریک حسادتونه مو ناسالم دي؟ له کومه ځایه پوهېږئ، د ژوند د شریک په اړه مو حسادتونه سالم یا ناسالم دي؟ آیا ځانګړې نښې نښانې لري؟ آیا فکر کوئ، چې ستاسو حسادتونه طبیعي دي؟

آیا خوښېږي مو چې د اونۍ اووه ورځې او شپه او ورځ ۲۴ ساعته د خپل ژوند له شریک سره واوسئ؟

هو دا طبیعي ده چې د خپل ژوند له شریک سره نه یاست، خپه کېږئ، خصوصاً که چېرې مو دا عادت ګرځېدلی وي چې تل له یو بل سره واوسئ، خو که زړه مو غواړي، چې د ژوند شریک مو یوازې او یوازې له تاسو سره وي او ستاسو له اړیکې څخه بهر هېڅ وخت تېر نه کړي، دا بیا توپیر کوي.

که مو د ژوند شریک یوازې د خپل ځان لپاره غواړئ او خوښېږي مو نه، چې هغه خپله نړۍ کشف کړي، نو مینه مو ځان غوښتونکې ده، ځکه وېرېږئ چې له لاسه یې ور نه کړئ، له دې امله تر کومه ځایه چې شونې ده، نو محدودوئ یې. رښتینی مین، خپله مینه او معشوقه آزاده او خپلواکه پرېږدي، چې خپل ځان وروزي، خپل خوبونه وڅاري او له نویو انسانانو سره آشنا شي، که په پای کې مو مینه بیا هم له تاسو سره پاتې شي، نو خپله مینه یې تاسو ته ثابته کړې ده.

هره دقیقه، چې له یو بل سره نه یاست، نو هغه چک کوئ.

دا چې د ژوند شریک مو ترڅنګ نه شته، نو تل هغه ته زنګ ووهئ، یا پیغام ور استوئ، دا هم د یوه ناسالم حسادت بله نښه ده، که ټاکل شوې وي، هر وخت چې مو د ژوند شریک د سترګو په وړاندې نه دی، په وېره او خپګان اخته شئ، یانې واقعاً پر هغه باور نه لرئ، دا چلند ستاسو روغتیا ته هم زیان رسوي، ځکه تل خواشيني یاست او اروایي فشار لرئ.

که داسې عادت شوي یاست، چې د خپل ژوند د شریک د ټولو فعالیتونو په اړه له هغه څخه پوښتنه وکړئ او پرې پوه شئ، نو ډاډه اوسئ، چې ډېر ژر به داسې وخت را ورسېږي، چې هغه ستاسو له دې چلنده ستړی شي، که په پای کې یې دا تصمیم ونیوه چې خوشي مو کړي، نو ګرم تاسو یاست.

اجازه نه ورکوئ، چې د ژوند شریک مو له خپلو دوستانو سره بهر لاړ شي.

که خوښېږي مو نه چې د ژوند شریک مو له خپلو دوستانو سره وګوري، ځکه له دې څخه وېرېږئ، چې د یوه بل کس ترڅنګ په اوسېدلو ښې شېبې تېرې کړي، نو واقعاً کینه‌کښ یاست.

آیا ستاسو خوښېږي، چې د ژوند د شریک په غوښتنه او یا هم د هغه په جبر، له خپلو دوستانو سره لیده کاته ونه کړئ؟ ډاډه «نه» ویلی شم.

که تاسو اجازه ونه لرئ، چې خپل دوستان وګورئ، نو هرو مرو بد احساس پیدا کوئ، خصوصاً، که پوه شئ، چې دوستان مو هېڅ ستونزه او نیمګړتیا نه لري.

په ټولنیزو رسنیو کې د خپل ژوند د شریک فعالیتونه کنټرولوئ.

هو دا ډېره ښه ده، چې تاسو او د ژوند شریک مو د خپل اکونټ په پټ نومونونو (پسورډونو) باندې پوه شئ، چې ستاسو ترمنځ کوم څه پټ پاتې نه شي، خو هغه څه، چې ښه او سم نه دي، په پټه، په ټولنیزو رسنیو کې د خپل ژوند د شریک د فعالیتونو چک کول دي، مثلاً دا چې هغه څوک څاري (فالو کوي)، کومې ځړونې خوښوي (لایک کوي) یا څه ډول کامنټونه پرېږدي.

که دا ډول کارونه کوئ، نو باید پر دې پوه شئ، چې بې‌باورۍ درباندې غلبه کړې ده.

باید له خپل دې چلنده ډډه وکړئ، ځکه ستاسو ذهن له شک، تردید او کینې څخه ډکوي او اړیکې ته به مو ډېر زیات زیان ورسوي.

په هر هغه چا شک لرئ، کوم چې ستاسو د ژوند د شریک پر ځړونو کامنټ کوي او په اړه یې پلټنه کوئ

ستاسو دا ځانګړتیا هم د تېر مورد غوندې د بې‌باورۍ او بدګمانۍ نښه ده، کله چې د هر هغه چا په اړه، چې ستاسو د ژوند د شریک پر ځړونو کامنټ کوي او یا هغه لایک کوي، په بدګمانۍ اخته کېږئ او په اړه یې پلټنه کوئ، نو یانې باوري یاست چې د ژوند شریک مو له درسره خیانت کوي، تاسو له هر هغه چا سره کینه او حسادت کوئ، چې ستاسو د ژوند له شریک سره تعامل لري.

البته دا ډېره ښه ده چې ښه آګاهانه مهارتونه ولرئ او ځیرکتیا مو ډېره زیاته وي، چې زیان ونه وینئ او دوکه نه شئ، خو که چېرې مو د ژوند شریک په حقیقت کې له درسره ژمن او وفادار وي څنګه؟ په دې صورت کې مو خپله انرژي بېځایه لګولې ده.

تل د خپل ژوند شریک پر خیانت تورنوئ

که نه شئ کولای، چې خپله مخه ونیسئ او د خپل ژوند شریک پر خیانت تورنوئ، نو دا ښکاره کوئ چې کینه‌کښه یاست، که تل د خپل ژوند د شریک په وفادارۍ باندې شک کوئ، نو پر سالمې اړیکې نه شئ پوهېدای.

بې‌باوري د یوې ناسالمې او نه پایښت لرونکې اړیکې نښه ده، په حقیقت کې، کله چې ډاډ نه وي، نو مینه او لېوالتیا هم نشته، ځکه که د خپل ژوند په شریک باور نه شئ کولای، باید له خپله ځانه وپوښتئ، آیا اوس مو هم خوښېږي، چې دې اړیکې ته دوام ورکړئ؟

د ژوند شریک مو اجازه نه لري، چې له تاسو پرته کوم ځای ته لاړ شي او یا هم تفریح وکړي.

که د ژوند شریک ته اجازه نه ورکوئ چې له تاسو پرته کوم ځای ته لاړ شي، نو ښکاره ده، چې کینه‌کښه او بې‌باوره یاست. ستاسو دا کار د دې ښکارندویي کوي چې پر خپل ځان هم بې‌باوره یاست، په همدې دلیل وېرېږئ، چې د ژوند شریک مو له تاسو پرته، بل ځای خوشاله وي او ښایي بېرته تاسو ته را ونه ګرځي، دا ستونزه مو نه یوازې اړیکه له منځه وړي، بلکې د هغې ریښې په مرسته، چې ستاسو دننه یې لري، پر ځان باور مو له منځه وړي.

کله مو چې د ژوند شریک درسره نه دی، تل ورسره اړیکه ټینګوئ، چې وګورئ، چېرته او له چا سره دی.

آیا هر کله، چې د ژوند شریک مو له تاسره نه دی، په اروایي فشار اخته کېږئ او ناکراره کېږئ؟ که چېرې دا چک وکړئ، چې د ژوند شریک مو چېرې او له چا سره دی، نو کینه کښ انسان یاست، تر ټولو بده دا چې د خپل ژوند له شریک څخه وغواړئ، ترڅو یې درته ثابته کړي، چې همدا اوس چېرې دی او څه کوي، هر څه ژر خپل دا عادت پرېږدئ، ترڅو داسې یوه ورځ را ونه رسېږي، چې د ژوند شریک مو تاسو پرېږدي او حیرانه شئ.

څنګه خپل ناسالم حسادت پرېږدئ؟

که څه هم داسې لږ حسادت کولای شي، اړیکه مو هیجاني او توده کړي، خو له بریده زیات حسادت سر خوږی جوړوي او په اړیکه کې مو د ناسم پوهاوي، جګړې، شخړې او ستړیاوو د رامنځته کېدو سبب ګرځي؛ له دې امله باید داسې لارې چارې پیدا کړئ، ترڅو ناسالم حسادت پرېږدئ او د خپل ژوند له شریک سره ښه او سالمه اړیکه ټینګه کړئ.

دا ومنئ، چې کینه‌کښه یاست.

کله ناکله افراد له دې څخه انکار کوي، چې کینه‌کښ دي او نه غواړي چې خپله دا بده ځانګړتیا ومني، ځکه نه غواړي چې کمزوري تر سترګو شي، خو تاسو باید پوه شئ، چې څه احساسات لرئ، ښایي وکولای شئ، په موقتي ډول خپل دنننی احساس نالیدلی ونیسئ، خو تل به پر دې چارې بریالي نه شئ، بالاخره په یوه نه یوه ځای کې مو کنټرول له لاسه وځي، نو له خپل ځان سره رښتیني واوسئ او دا ومنئ، چې له ناسالم حسادت سره لاس و ګرېوان یاست.

د خپل حسادت پر پټو دلایلو پوه شئ

کله مو چې ومنله چې پټ حسادت لرئ، نو وخت یې را رسېدلی دی چې هغه لاملونه پیدا کړئ، چې تاسو یې دې سخت حسادت باندې اخته کړي یاست، مثلاً آیا کینه‌کښ یاست، ځکه چې خاوند مو له مخالف جنس څخه ډېرې زیاتې همکارانې لري؟ آیا د حسادت دلیل مو دا دی، چې خاوند مو له ټولو سره ښه او صمیمي چلند کوي؟ یا ښایي داسې احساس کوئ، چې خاوند مو ډېر جذاب او د پام وړ دی او تاسو د هغه په اندازه جذابه نه یاست؟ لومړی د خپل حسادت دلیل پیدا کړئ، چې وکولای شئ، وروستی ګام پورته کړئ.

خپل احساسات څرګند کړئ

که خپل احساسات پېژندلای شئ، نو په اړه یې د خپل ژوند له شریک سره خبرې کولای شئ، کله چې خپل احساسات څرګندوئ، نو آرامه او هوسا واوسئ، چې ناسم‌پوهاوی رامنځته نه کړئ، یا قضیه لا پسې پېچلې نه شي. که خپل احساس په سمه توګه څرګند نه کړئ، ښایي د ژوند شریک مو فکر وکړي، چې بې منطقه یاست، په هر حال د حسادت دلیل مو چې هرڅه وي، باید وکولای شئ په اړه یې په سمه توګه خبرې وکړئ او یو بل ته په ښه توګه غوږ ونیسئ، چې یوې پایلې ته ورسېږئ.

د هغو څیزونو په اړه، چې خواشیني کوي مو، له یو بل سره خبرې وکړئ او یوې هوکړې ته ورسېږئ.

که له دې څخه خواشیني یاست چې ولې مو د ژوند شریک له خپلو مخالف جنس همکارانو سره خبرې کوي او ورسره لیده کاته لري، نو اړتیا لرئ چې په دې باندې له یو بل سره هوکړې ته ورسېږئ، چې په اړیکه کې کوم څیزونه منئ او کوم نه منئ. نرمښت او انعطاف د دواړو لوریو له خوا اړین دی.

تر ډېره باور وکړئ او ډاډ ترلاسه کړئ.

نه شئ کولای چې د خپل ژوند شریک ته ووایئ، چې له کومو انسانانو سره آشنا شي او له کومو سره نه، خو پر هغو اصولو هوکړه کولای شئ، چې له نورو سره په اړیکو کې درته د منلو وړ وي او باور پرې ولرئ. په خپل ځان او د خپل ژوند په شریک ډاډ او باور ولرئ، حتا که یې نه وینئ، چې چېرې دی او څه کوي، بیا هم باید پر خپل ځان دومره ډاډ ولرئ، چې باور وکړئ، هغه تل ستاسو په اړه فکر کوي او په دې اندازه ورته مهم یاست، چې پوهېږي، که چېرې کوم ناسم کار ترسره کړي، څه احساس به ولرئ او څومره به خواشینې او اندېښمنه شئ.

ډېر فکر او خیال مه کوئ

کله ناکله ډېر فکر او خیال کول، ستاسو په وجود کې دومره ریښې ځغلوي، چې د شخصیت برخه مو ګرځي، خو په یاد مو وي چې ډېر زیات فکر کول د دې سبب کېږي چې په خپل ذهن کې داسې ستونزې رامنځته کړئ چې په حقیقت کې نشته. که په ذهن کې مو د هغو کارونو په اړه، چې ښایي د ژوند شریک مو یې ستاسو له سترګو څخه لرې ترسره کړي، خیال پردازي وکړئ، نو یوه داسې ځای ته رسېږئ، چې د غوسې، خواشینۍ او اندېښنې احساس وکړئ، دغه راز به مو د ژوند شریک له دې څخه ډېر ستړی شي، چې نااړین توضیحات درکړي، نو هڅه وکړئ، هغه څه کنټرول کړئ، کوم چې په ذهن کې مو تېرېږي، فکر وکړئ، خو منطقي واوسئ.

ولیکئ

کله چې د حسادت له امله هیجان او منفي احساس مو خپل اوج ته رسېدلی، نه شئ کولای، چې د خپل ژوند شریک ته ورشئ او پرې چیغې ووهئ، یوازې په دې دلیل یې تورن کړئ، چې نه شئ کولای خپله غوسه له منځه یوسئ، تاسو آرامه کېدلو ته اړتیا لرئ او ستاسو لپاره د آرامتیا یوه لاره دا ده، چې د خپلو احساساتو په اړه ولیکئ. ولیکئ او ولیکئ، چې آرامه شئ.

پر خپل ځان باور زیات کړئ.

که څه هم پر خپل ځان کمزوری باور د فرد د حسادت لامل نه دی، خو د حسادت یوه له دودیزو ریښو څخه ګڼل کېږي، خپل ځان ته ارزښت ورکړئ او هېڅکله داسې تصور مه کوئ، چې د خپل ژوند د شریک وړتیا نه لرئ یا هغه له تاسو څخه ډېر زیات غوره دی. په یاد مو وي، چې په فرد پورې منحصر یاست.

له توپیري لیدلورو څخه ګټه واخلئ.

هڅه وکړئ له خپلو صمیمي دوستانو سره، چې پرې باور لرئ، خبرې وکړئ او د هغو پر وړاندې خپل احساس بیان کړئ، آیا د فکر بڼه مو منطقي ده، د یوه بل کس د نظرونو اورېدل، چې ستاسو او د ژوند د شریک په اړیکه کې مو ښکېل نه دی، ډېری وخت مو ذهن پرانیستلای شي، ښایي د هغه په مرسته ډېر څیزونه ولیدلای او درک کړای شئ، چې مخکې مو ورته پام نه و.

غچ اخیستنه مه کوئ.

کله ناکله غوسه او اندېښنه د دې سبب شي، چې نامنطقي شئ او یوازې زړه مو وغواړي. د ژوند له شریک څخه، چې ستاسو د حسادت او بد احساس سبب شوی، غچ واخلئ، له دې امله په داسې کارونو لاس پورې کوئ، چې همدا بد احساس مو د ژوند په شریک کې هم رامنځته کړئ، خو نه یوازې ستونزه نه حل کوئ، بلکې هر څه لا پسې خرابوئ. غچ اخیستنه هېڅکله د حل لاره نه ده، د حل یوه منطقي لاره پیدا کړئ.

خپل مینې او لېوالتیا ته یو نوی رنګ او بوی وروبښئ.

کله ناکله درته وسوسه پیدا کېږي، چې یو بېړنی تصمیم ونیسئ، چې په راتلونکې کې به مو د پښېمانۍ سبب شي، د دې پر ځای چې د شخړې، تور لګولو او جدایۍ په اړه فکر وکړئ، هڅه وکړئ، چې د یو بل په اړه خپل ښه احساس پیاوړی کړئ. خپله مینه او لېوالتیا زیاته کړئ، د خپل ژوند شریک مو حیران کړئ او هغه ته دا ښکاره کړئ، چې ستاسو لپاره ډېر زیات مهم دی، داسې کوم کار مه کوئ، چې د هغه په وجود کې حسادت را وپارېږي.

هوښیاره او رسېدلې (بالغه) واوسئ.

تاسو ماشومه نه یاست، بلکې یو بالغ او ستر فرد یاست او پر دې پوهېږئ، چې په یوه اړیکه کې د ستونزو د حل لپاره ښې او غوره لارې شته دي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل

تبصره مو ولیکئ