ناروې له افغانستان سره پر بشري مرستو ټینګار کړی دی

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انکین هویتفلډ له تمیلوونکو هېوادونو غوښتنه کړې ده چې هغه ۲۸۰ میلیونه ډالر له افغانستان سره د مرستې لپاره د خوړو نړیوال سازمان او یونیسف په واک کې ورکړي چې مخکې ورباندې هوکړه شوې ده.

نوموړې ویلي، د افغانستان د کنګل شوې مالي پانګې له جملې دي هغه ۲۸۰ میلیونه ډالر د ملګرو ملتونو په واک کې ورکړل شي چې د نړیوال بانک د یو پلاوي له لوري یې د خوړو نړیوال سازمان او یونیسف ته د ورکړې خبره شوې وه.

هغې ټینګار کړی دی چې دوی مخکې تر دې هم د ناټو غړي هېوادونه په افغانستان کې د اقتصادي او بشري بحران مخنیوي په موخه له دغه هېواد سره بشري مرستو ته هڅولي دي او لا هم هڅه کوي چې په دغه جګړه ځپلي هېواد کې د خلکو ژوند تر یوه حده اسانه کړي.

په ورته وخت کې د بحران نړیوالې ډلې په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د روان اقتصادي وضعیت تر ټولو ستر لامل د دغه هېواد د شتمني کنګل کول دي.

سرچینه وړاندې لیکي، ددې جدي اړتیا ده د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړل شي او په دغه هېواد کې د بشري ناورین د پراختیا مخنیوی وشي.

په راپور کې همدا راز راځي چې اقتصادي فشارونه د طا لبانو چلند نه شي بدلولی او نه هم دا چار اغېزناکه ده، نو له همدې امله دې امریکا په تدریجي توګه د افغانستان شتمني ازاده کړي.

د بحران نړیوالې ډلې ویلي چې امریکا دې ژر تر ژره د بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره یوه برخه پیسې په امتحاني توګه ازادې کړي او دلته دې اړمنو افغانانو سره د مرستو لار پرانیزي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله