طبیعت

نارنج دوايي نبات ګڼل کيږي!

ليکنه: صديقه پوپلزۍ

نارنج دوایي نبات ګڼل کیږي:

نارنج په لوړه کچه د اقلیم او خاورې په ډول پورې تړلی نبات دی، د نارنج ریښې کابو تر شپږو مترو په خاوره کې لاندې ننوځي.

د ونې ریښې چې یې افقي ولاړې شي شاوخوا اته متره غځېدلای شي، هغه خاوره چې نارنج پکې کړل کیږي باید یو څه ژوړوالی ولري.

نارنج په لوړه کچه ویټامین سي لري، د خوړو اشتها راوړلو لپاره هم ګټه ورڅخه اخستل کیږي.

نارنج د ډېرو ناروغیو لپاره ګټور دي په ځانګړي توګه د نارنج پوستکي، د نارنج پاڼي د هاضمې سیسټم برابروي، د کولمو میکروبونه له منځه وړي، د روحي فشار په ختمېدو کې مرسته کوي، د زړه روغتیا تامینوي، د انسان پوستکي نورمال او له بې وخته زړېدو یې ساتي.

د سترګو لید روښانه کوي کله چې نارنج څخه څوک ګټه واخلي نو کمزوري سترګي به ژړ سمي شي، د نارنج پاڼي د هاضمې ځواک به مو هم غښتلی کړي.

د نارنج د وچي پاڼي سره د ماشوم د خیټي درد سمیږي او کمیږي هم.

د نارنج ګل وچ او ګرم خاصیت لري، او وزن کمولو کې هم تاسو سره مرسته کولای شي، خو سربېره په دومره ګټو سره ځیني زیانونه هم لري، د نارنج ډېر خوړل د زړه درزا ډېروي، د ویني فشار لوړوي، نو که څوک دا ناروغي لري باید د نارنج په خوړلو کې احتیاط وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.