مارچ 7, 2021

م.م: طالبانو لا هم ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړې

Advertisements

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د تحلیل او څارنې ډلې په خپل ۲۷م راپور کې له طالبانو سره د القاعده ډلې او نورو ترهګرو ډلو له اړیکو پرده پورته کړې ده.

راپور کې راغلي چې طالبانو له ژمنې سره سره د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړې.

راپور کاږي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د القاعده ډلې د یو شمېر غړو وژل کېدل د دې ښکارندویي کوي چې طالبان لا هم له ترهګرو ډلو سره پیاوړې اړیکې لري او د امریکا او طالبانو د دوحې هوکړې ته ژمن نه دي پاتې شوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت  د وسله‌والو طالبانو او القاعده شبکې د اړیکو د دوام په اړه د ملګرو ملتونو د تحلیل او ارزونې د ډلې د راپور هرکلی کړی دی.

له بهرینو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان اسلامي جمهوریت دولت د یاد راپور له یادولو څخه د هرکلي ترڅنګ، د طالبانو له‌خوا د ژمنو نه عملي کېدو په اړه په خپل برحقه دریځ ټینګار کوي.

دغه وزارت له ملګرو ملتونو غوښتي چې طالبان او ملاتړي دې په هېواد کې د تاوتریخوالي کمېدو ته، اوربند راوستلو او له القاعده او نورو وسله‌والو ډلو سره د اړیکو پرې کېدو ته وهڅوي.

د دوی په باور پر طالبانو د نړیوالې ټولڼې فشار به هغوی یوې سیاسي حل‌لارې او د سولې ټینګېدو ته اړ کړي.

په ورته وخت کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم یاد راپور ته په اشارې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، طالبان لا هم له القاعده سره ښې پراخې اړیکې لري او تراوسه لا پر خپل ځای پاتې دي.
وسله‌والو طالبانو تراوسه د ملګرو ملتونو د یاد راپور په اړه څه نه دې ویلي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ