مېلر: طالبان دې د تاوتریخوالي او بریدونو د دوام تېروتنه نه کوي

امریکايي ځواکونو یو ځل بیا د بریدونو د دوام په تړاو طالبانو ته خبرداری ورکړی دی.

د کندهار پر هوايي ډګر تر برید وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند دلته د بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندان ویډیو خپره کړې او هغه ویلي چې بهرنیو ځواکونو له افغانستان وتل پیل کړي دي او که طالبان بریدونو ته ادامه ورکړي نو دا به یوه ستره تېروتنه وي.

امریکایي جنرالانو تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د سرتېرو د ایستلو پر مهال د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام او یا بریدونه به ددوی له سخت غبرګون سره مخ شي.

له همدې امله امریکا په سیمه کې خپلې جنګي الوتکې ځای پر ځای کړې دي او پرمختللي جنګي تجهیزات یې راوړي دي.

امریکا د سرتېرو د ایستلو بهیر د ساتنې لپاره اضافي عسکر هم په افغانستان او سیمه کې ځای پر ځای کړي دي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د کندهار پر هوايي ډګر برید شوی دی خو تلفات او زیانونه یې نه دي اړولي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې نن تر غرمې وروسته د کندهار پر هوايي ډګر برید شوی دی، چې زیانونه یې نه دي اړولي او نه یې هم د ډګر توکو ته کوم ګواښ جوړ کړی دی.

دده په خبره پرسونل او ټول توکي خوندي دي.

امریکایي ځواکونو په دې اړه تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړي.

د کندهار په هوایي ډګر کې ګڼ امریکايي پوځیان مېشت دي چې تر ډېره د افغان هوايي ځواک په روزنه او سلا مشوره کې ونډه اخلي.

په ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په لوګر کې وروستی موټربم برید په کلکو ټکو غندلی دی.

هغه په یو لړ ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې دا یو بې مانا برید، غیر انساني کړنه او وحشتناک عمل و.

خلیلزاد زیاتوي دا برید پر بې ګناه افغانانو او هغو ځوانانو شوی چې د کانکور په ازموینه کې یې ګډون کاوه.

خلیلزاد ویلي چې دغه برید او عاملین یې په کلکو ټکو غندي.

وړمه ورځ ماښام مهال د لوګر په پل علم کې موټربم برید وشو چې د وروستیو معلوماتو له مخې په پېښه کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان دي.

دې پېښې په نړیواله کچه غبرګونونه راپارولي دي.

اروپايي ټولنه: افغانستان کې د طالبانو لخوا د زور حکومت په رسمیت نه پېژنو

by عاقله اسد in افغانستان

اروپايي ټولنه وايي دوی په افغانستان کې د زور له لارې رامنځ ته کېدونکی حکومت په رسمیت نه پېژني. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نکلسون په تازه مرکه کې ویلي دوی ... نور ولولئ