اپریل 17, 2021

میسي په یوه شپه ۲ نړېوال ریکارډونه مات کړل!

ليکنه: صابر حميدي
د آرجنټاین او بارسلونا کلب تکړه لوبغاړی بریدګر لوبغاړی او لوبډلمشر لیونل میسي پرون د اسلاویا پراګ په وړاندي تر ګولوهني وروسته په یوه شپه دوه نړیوال ریکارډونه مات کړل.
تېره شپه د اروپا د اتلانو لیګ یا چمپېنزلیګ ګروپي پړاو درېیمي اونۍ لوبو څخه اسلاویا پراګ د بارسلونا فوټبال لوبډلي کوربتوب وکړ، چي بارسلونا ۲ ګولونه پر ۱ اسلاویا پراګ ته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي د بارسلونا لپاره لومړی ګول د بارسلونا تکړه لوبغاړي لیونل میسي د لوبي په درېیمه دقیقه کي وواهه، چي په دې ګولوهني سره وتوانېد دوه نړیوال ریکارډونه مات کړي.

د لیونل میسي لپاره لومړی ریکارډ دا وو، چي هغه د اروپا اتلانو لیګ پر بیلابیلو ۳۳ ټیمونو ګولوهني ترسره کړې.
دا ریکارډ مخکي د کریسټیانو رونالډو او رائول سره وو، چي هغوی په یاد لیګ کي پر بیلابیلو ۳۳ لوبډلو ګولوهني کړي وې.
خو د جیونټوس بریدګر او تکړه لوبغاړي رونالډو وړمه شپه دا چانس درلود، چي د یوې بلي نوي لوبډلي لوکومتیوو مسکو په وړاندي ګولوهنه وکړي او د ده لپاره ۳۴م ټيم سي، چي دی ګول پر لګوي، خو رونالډو د یادي روسۍ لوبډلي په وړاندي ګولوهنه نکړه ترسره.
د لیونل میسي لپاره پرونۍ ګولوهني سره دوهم ریکارډ دا وو، چي د اروپا د اتلانو لیګ یا چمپېنزلیګ په تاریخ کي لومړی لوبغاړی سوو، چي د یاد لیګ په پرلپسې ۱۵ پړاونو کي ګولوهنه ترسره کوي.
هغه په ۲۰۰۶م کال د اروپا اتلانو لیګ په سیالیو کي ۱ ګول، په ۲۰۰۷ کال کي ۱ ګول، په ۲۰۰۸ کال کي ۶ ګولونه، په ۲۰۰۹ کال کي ۹ ګولونه، په ۲۰۱۰ کال کي ۸ ګولونه، په ۲۰۱۱ کال کي ۱۲ ګولونه، په ۲۰۱۲ کال کي ۱۴ ګولونه، په ۲۰۱۳ کال کي ۸ ګولونه، په ۲۰۱۴ کال کي ۸ ګولونه، په ۲۰۱۵ کال کي ۱۰ ګولونه، په ۲۰۱۶ کال کي ۶ ګولونه، په ۲۰۱۷ کال کي ۱۱ ګولونه، په ۲۰۱۸ کال کي ۶ ګولونه، په ۲۰۱۹ کال کي ۱۲ ګولونه او پرون ئې بیا لومړنی ګول وو، چي په روان پړاو کي ئې وواهه.
د نړې دې وتلي لوبغاړي ۸ ورځي مخکي ۶م د سرو زرو بوټ هم ترلاسه کړ، چي په دې سره لومړنی فوټبالر سو، چي دومره د سرو زرو بوټونه خپلوي.

تر میسي راوروسته رونالډو دا جایزه ۴ ځلي خپله کړې.