میسي په هیټریک سره بارسلونا ته بریا ور په برخه کړه.

ليکنه: صابر حميدي.
د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ ۱۳مي اونۍ په لوبو کي تېره شپه بارسلونا فوټبال لوبډله د سلتاویګو فوټبال لوبډلي سره میدان ته کښته سوه، چي بارسلونا ۴ ګولونه پر ۱ سلتاویګو ته سخته ماته ورکړه.

په یاده لوبه کي د بارسلونا لپاره د نړۍ نوموتي فوټبالر لیونل میسي درې ګولوهني د لوبي په ۲۳مه، ۴۵تمه او ۴۸مه دقیقه کي ولګولي، خو څلورم ګول بیا د بارسلونا ټیم لپاره سرجیو بوسکتس د لوبي په ۸۵یمه دقیقه کي وواهه.
میسي لومړنۍ ګولوهنه د پینالټي په واسطه او پاته دوې ګولوهني ئې بیا د آزادي ضربې په واسطه ګول کړې.

د سلتاویګو لپاره بیا یوازینی ګول لوکاس اولازا د سیالۍ په ۴۲تمه دقیقه کي ترسره کړ.
د دې لیګ په یوه بله لوبه کي ریال ماډریډ ۴ ګولونه پر ۰ ایبار ته ماته ورکړه.

د ریال ماډریډ دا ګولوهني سرجیو راموس، کریم بنزما، او والویردې ولګولې، چي کریم بنزما دوه ځله وتوانېد ګولوهني ترسره کړي.
په دې لوبه کي بیا راموس او کریم بنزما یو ـ یو ګول د پینالټۍ په واسطه ولګاوه.

د یاد لیګ د نمرو په جدول کي تر ټولو بارسلونا ټيم مخکي دئ.

بارسلونا لومړی ځای، ریال ماډریډ دوهم ځای، ریال سوسیداد درېیم ځای، اتلاتیک ماډریډ څلورم ځای او سویا فوټبال لوبډله بیا پنځم ځای لري.

خلیلزاد: وروستی تاوتریخوالی وحشتناک و، طالبان دې دایمي اوربند وکړي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی. نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ کچه وحشتناکه ... نور ولولئ