فبروري 27, 2021

میسي په لالیګا لیګ کی د کال تر ټولو غوره لوبغاړی وټاکل سو

د آرجنټاین هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او بارسلونا کلب تکړه فوټبالر د مارکا له لوري په لالیګا لیګ کي د کال تر ټولو غوره لوبغاړی وټاکل سو.

مارکا یوه اسپانوۍ ورزشي ورځپاڼه ده، چي ټول فعالیتونه ئې یوازي تر فوټباله محدود دي.
دا ورځپاڼه د اسپانیا هیواد په کورني لیګ لالیګا کي هر کال په بیلابیلو برخو کي د فوټبال غوره لوبغاړي معرفي کوي، چي سږ کال لیونل میسي پکښي ډېر ګولوهونکی او تر ټولو غوره لوبغاړی وپېژندل سو.

میسي د یادي جایزي د ترلاسه کولو په مراسمو که نه وو، خو د لیري والي له امله ئې بخښنه غوښتې او د مارکا د مسئولینو څخه ئې مخکي یاده جایزه ترلاسه کړې وه او ویډیو ئې پرون مارکا خپره کړه.

هغه په یاده ویډیو کي وویل(( د دې جایزې په ترلاسه کولو سره ډېر افتخار کوم. زه ډېر خوشحاله یم، چي یو ځلي بیا مي دا جایزه ترلاسه کړه)).
لیونل میسي د مارکا څخه مننه وکړه، چي په لالیګا لیګ کي ئې د کال غوره لوبغاړی وټاکه.
دا شپږم ځل دئ، چي میسي په لالیګا لیګ کي د کال تر ټولو ډېر ګولونه لګوي. میسي د لالیګا لیګ په تېر پړاو کي ۳۶ ګولونه ولګول.
میسي د ښه لوبېدو له امله د فوټبال په نړۍ کي ۶ د سرو زرو توپونه او ۶ بیا د سرو زرو بوټونه ترلاسه کړي دي.

دې لوبغاړي د یادو لویو جایزو ترڅنګ ګڼي نوري جایزې هم ترلاسه کړي دي.
میسي د نوري نړۍ ترڅنګ دلته افغانستان کي هم ګڼ شمېر مینوال لري.