له اوږده ځنډه وروسته تېره شپه د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۸مي اونۍ په لوبو کي بارسلونا فوټبال لوبډله د مایورکا فوټبال لوبډلي سره د مایورکا په کوربتوب ولوبېده.
په یاده لوبه کي بارسلونا ۴ ګولونه پر ۰ مایورکا ته سخته ماته ورکړه.
یاده لوبه کي د بارسلونا لپاره لومړۍ ګولوهنه د لوبي په ۲همه دقیقه کي ارتور ویدال، په ۳۷مه دقیقه کې بریتوېت، په ۷۳یمه دقیقه کې جوردي البا او په ۹۰یمه دقیقه کي بیا لیونل میسي ګولوهنه ترسره کړه.
میسي د یوې ګولوهني ترڅنګ بریتوېت او جوردي البا ته د ګولوهني ترسره کولو په موخه د ګول پاسونه هم ورکړل.
https://youtu.be/MDbeOvvgX-8
د فوټبال سیالۍ له دریو میاشتو راهیسي د کرونا ویروس له امله ځنډېدلي وې، خو تېره مې میاشت د جرمني لیګ پيل شو او دادی په روانه جون میاشت کي د اسپانیا لالیګا لیګ ترڅنګ د انګلستان او ایټالیا هیوادونو لومړی درجه لیګونه هم پیلیږي.
اتمر: ټاکنو کې د طالبانو پر ګډون هیڅ ډول اعتراض نه لرو
د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي چې افغان حکومت په ټاکنو کې د طالبانو له حضور سره هیڅ راز مخالفت نه لري ځکه د ده په وینا دا چاره به پر دغې وسله والې ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي