سپورټ فوټبال نړۍ

میسي د یو بل لوبغاړي سره په ګډه نړیواله جایزه خپله کړه!

د بارسلونا کلب او آرجنټاین هیواد د فوټبال ملي لوبډلي تکړه فوټبالر او لوبډلمشر لیونل میسي د یوه بل تکړه ورزشکار همیلټون سره په ګډه د ۲۰۱۹م کال د غوره ورزشکار جایزه وګټله.

دا جایزه د لاروس په نوم یادیږي، چي دا لومړی ځل دئ، یوه فوټبالر او بیا په ګډه دوو بیلابیلو ورزشکارانو ته ورکول کیږي.

لیونل میسي او همیلټون، چي د برتانیا هیواد د موټر ځغلوني نړیوال او تکړه لوبغاړی دئ، سږ کال دواړو په ګډه دا جایزه ترلاسه کړه.

لیونل میسي د یادي جایزې ترلاسه کولو وروسته وویل((په کلب کي د خپلو ملګرو څخه مننه کوم. بېله هغو دې جایزې ته نسوای رسېدلای. خوشحاله یم چي دا جایزه مي د لومړي ځل لپاره د یوه فوټبالر په توګه ترلاسه کړه)).

لیونل میسي د یادي جایزې ته په جوړ سوو مراسمو کي ګډون نه کړی، ځکه هغه متحده عربي آماراتو ته په یوه سوداګریز سفر پسی وتلی.

لاروس هغه جایزه ده، چي د ۲۰۰۰م کال څخه په پنځو بیلابیلو برخو کي د کال غوره نارینه ورزشکار، د کال غوره ښځينه ورزشکاره، د کال غوره لوبډله، په کال کي تر ټولو بهترینه راتګ و ورزش ته او په ورزش کي تر ټولو ښه پرمختګ ورکونکو ته ورکول کیږي.

د لاروس دا جایزه تېر کال د نوواک جوکویچ په نوم یوه تکړه او نړیوال ټینس لوبغاړي ته ورکړل سوې وه.

لیونل میسي تېر ۲۰۱۹م کال خورا په بریالیتوب سره پای ته ورساوه.

هغه په تېر کال کي وتوانېد، چي شپږم د سرو زرو توپ او د شپږم د سرو زرو بوټ ترلاسه کړي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ