Advertisements
سپورټ فوټبال

میسي د ورلډ ساکر لخوا د کال غوره لوبغاړی وټاکل سو

د آرجنټاین هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او د بارسلونا کلب تکړه بریدګر لوبغاړی لیونل میسي د ورلډ ساکر لخوا د ۲۰۱۹م کال تر ټولو غوره فوټبالر وټاکل سو.

د راپورونو له مخي لیونل میسي، چي ۲۰۱۹م کال په بریالیتوب سره پای ته ورساوه او د نورو فردي جایزو ترڅنګ دا دی د یوې نړیوالي مجلي له لوري هم د کال غوره لوبغاړی وټاکل سو.

لیونل میسي، چي په روان ۲۰۱۹م کال کي شپږم د سرو زرو بوټ، شپږم د سرو زرو توپ او د فیفا له لوري د کال د غوره لوبغاړي ټاکلو ترڅنګ د ورلډ ساکر په نوم مجلې هم د ۲۰۱۹م کال تر ټولو غوره لوبغاړی غوره کړی.

د ورلډ ساکر په نوم ورزشي مجله هر کال د فوټبال تر ټولو غوره لوبغاړی ټاکي، چي دا ځلي ئې لیونل میسي د ډیرو بریاوو او ښه ځلېدو له امله وټاکه.

د دې مجلي له لوري د غوره لوبغاړي د ټاکلو په موخه د فوټبال د پوهانو څخه نظر غوښتنه کیږي، چي لیونل میسي د ۶۱۳ رایو په خپلولو سره لومړي ځای کي راغلی.

دوهم ځای فن ډایک د ۶۰۲ نمرو په ترلاسه کولو سره، درېیم ځای سادیو ماني د ۳۶۶ نمرو په ترلاسه کولو سره او څلورم ځای بیا کریسټیانو رونالډو د ۳۰۷ منډو په ترلاسه کولو سره خپل کړی.

هغه لس لوبغاړي، چي د ورلډ ساکر لخوا د ۲۰۱۹م کال تر  ټولو غوره لوبغاړي ټاکل سوي:

۱ـ لیونل میسي ۶۱۳ نمرې

۲ـ فیرجیل فن ډایک   ۶۰۲ نمرې

۳ـ سادیو مانې ۳۶۶ نمرې

۴ـ کریسټیانو رونالډو ۳۰۷ نمرې

۵ـ کیلیان امباپه ۲۱۶ نمرې

۶ـ محمد صلاح ۲۰۰ نمرې

۷ـ آلیسون بکر ۱۵۴ نمرې

۸ـ لواندوفسکي ۱۴۲ نمرې

۹ـ فرنکي ډیونګ ۱۴۰ نمرې

۱۰ـ ایډین هازارډ ۱۲۶ نمرې

۱۰ـ رحیم سټرلینګ ۱۲۶ نمرې

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.