د نړۍ دوو قوي فوټبالرانو لیونل میسي او رونالډو په جلا ـ جلا ډول د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د خپلو هیوادونو سره یو ـ یو میلیون یورو مرسته وکړه.
د آرجنټاین د هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او بارسلونا کلب تکړه بریدګر لوبغاړي لیونل میسي د کرونا ویروس څخه د ساتني په موخه د خپل هیواد آرجنټاین او د اسپانیا هیواد بارسلون ښار سره د یو میلیون یورو مرسته وکړه.
په دې اساس به د میسي له لوري دا یو میلیون یورو مرسته به د بارسلون ښار او ارجنټاین هیوادونو ترمنځ وېشل کیږي.
هاخوا بیا د پرتګال هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او یوونټوس کلب تکړه بریدګر لوبغاړي کریسټیانو رونالډو بیا د کرونا ویروس سره د مبارزې او د دې ویروس څخه د ځان ساتني په موخه د خپل هیواد پرتګال سره د یو میلیون یورو مرسته وکړه.
میسي او رونالډو په نړۍ کي هغه فوټبالران دي، چي له کاله تر نورو ټولو فوټبالرانو ډېر عاید لري او وخت ناوخته د بیلابیلو هیوادونو سره مرستي کوي.
دا دوه فوټبالران په نړۍ کي تر هر لوبغاړي ډېر مینوال لري او همدا یې علت دئ، چي د فوټبال میدانونه ئې همداسي له شوره ډک ساتلي.
درې واړه فارمټونو کې د نړۍ زیات ویکټ اخیستونکي لوبغاړي
Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ اچونکي جېمز انډرسن په نړیوال کرکټ کې ۹۰۰ ویکټې بشپړې کړې، چې په نړیواله کچه شپږم زیاتې ویکټ اخیستونکی لوبغاړی شو. ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي