مارچ 2, 2021

میرمنې باید د طبیعي یا نورمال زیږون لپاره دا ټکي په نظر کې ونیسي

ژباړه: مریم محمدي
هغه میرمنې چې د زیږون پر مهال سزارین (عملیات) ته انديښنه لري، نو د امیندوارۍ په وخت دې دغه ټکي په پام کې ولري:
۱- که چیرې میرمنې د یو کامیابه طبیعي زیږون تمه لري، نو ټولې اندیښنې دې شاته واچوي، د حمل په وخت کې دې خپل صحت او ماشوم ته متوجې اوسي.
۲- د امیندوارۍ په وخت کې مور ته په کار ده، چې لږ تر لږه څلور ځلي دې، یوې ښځینه ډاکترې ته د معاینې لپاره لاړه شي، ترڅو د ماشوم او مور روغتیایي حالات معلوم کړي.
۳- د امیندوارې مور لپاره پکار ده، چې په دې وخت کې یو سالم د خوړو لیست ځان ته جوړ کړي.
۴- له تازه میوې او د میوو له هغه اوبو نه دې استفاده وکړي، چې کور کې جوړیږي.
۵- هر ورځ شپږ وخته لږه لږه ډوډۍ دې وخوري ترڅو یې په معدې بده اغیزه ونه کړي.
– له لبنیاتو دې ګټه واخلي په تیره شیدې چې لږ غوړ ولري.
– له قندي یا خوږو خوړو، مالګې او غوړو نه دې کمه استفاده وکړي.
– هر ورځ دې ځانګړی وزرش د امیندوارۍ په وخت کې چې اړتیا ده، هغه ورزش وکړي. یعنې چې په کولو سره نور ضرر ور ونه رسیږي.
– که د نورمال زیږون خوښونکي یاست، د حمل په وخت کې له داسې ډاکټرې سره د خپلې روغتیا په اړه وګورئ، چې هغه د سزارین او طبیعې زیږون په اړه هر اړخیز معلومات ولري. مګر متاسفانه یوشمیر ښځینه متخصصین داسې دي، چې د خپلې ګټې لپاره مور سزارین ته هڅه وي.
۵- خاوند ته پکار ده چې په کور کې باید داسې یوې د مینې فضا جوړه کړئ، تر څو میرمن له ډار او تشویش پرته د حمل وخت په منظم ډول تیر کړي. په تیره هغه میرمنې چې خاوند یې ورسره مینه لري، هغوی د نورمال زیږون خوښونکي دي، ځکه د درد تحمل نه لري، همدارنګه طبیعې زیږون د هغه مور لپاره اسانه وي چې، ورته په کور کې مینه ډيره ورکول کیږي.
۶- په لومړني زیږون کې میرمنې ته په کار ده، خپل خاوندې دې ته وهڅوي، چې د طبیعې زیږون په اړه معلومات تر لاسه کړي، ځکه دا د یو پلار لپاره د اهمیت وړ خبره ده، چې د زیږون پرمهال دې له میرمنې سره تر روعتون پورې ولاړ شي.
۷- د نورمال زیږون لپاره د بدن چمتو کولو ځانګړې طریقي شته. چې یوه مور کولای شي دا تګ لارې له یوې ښځینه متخصصې نه پوښتنه وکړي، ترڅو د هغې په مرسته خپل بدن د طبیعې زیږون لپاره چمتو کړي.
۸- امیندواره میرمنې د کوښښ وکړي چې هغه پرګرامونه تعقیب کړي، کوم چې د مور او ماشوم د نورمال زیږون لپاره په صحي مرکزونه کې جوړیږي، تر څو وکولای شي د طبیعي زیږون په اړه لا ښه معلومات ولري.
۹- د نورمال زیږون لپاره کوښښ وکړئ په وروسته میاشتو کې یو صحي مرکز کې د ماشوم وضیعت معلوم کړئ، ترڅو ډاډه اوسئ چې د ماشوم حرکت کې ستونزه نه شته.
۱۰- که چیرې نورمال زیږون غواړئ، نو هیڅکله د سزارین په فکر کې مه اوسئ، که ذهن مو په طبیعي زیږون متمرکز کړئ، نو حتمي به یو کامیابه نورمال زیږون ولرئ.
۱۱- د زیږون له لومړنیو دردنو سره حوصله وکړئ، په دې وخت کې په نورمال ډول پیاده تګ د طبیعي زیږون لپاره تر ټولو غوړه کار دی.
۱۲- د زیږون د دردنو په شروع کې له مسکن (درد ارامونکو) درملو نه ډډه وکړئ، په دې وخت کې د درد درملو کارول د زیږون وخت ډیروي، چې ډاکتران د ماشوم د ژوند ژغورلو لپاره مجبور دي، چې د سزارین عملیه اجرا کړي.
سرچینه: اسان طب

نن د افغانستان او ترکیې د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کاله پوره شول

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن “دوشنبه” د ترکیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کلونه پوره او دا سلمه کلیزه به په ګډه ونمانځي. رسنۍ وایي، چې د ترکیې د بهرنیو ... نور ولولئ