تازه؛ مک ګرګور د آزادي مبارزې له سیالیو سره مخه ښه وکړه

د آزادي مبارزې تکړه ایرلینډي لوبغاړي مک ګرګور تازه د آزادي مبارزې د هر ډول سیالیو سره د تل لپاره مخه ښه وکړه.
مک ګرګور پر خپل ټویټر لیکلي:

« سلامونه، ما پرېکړه کړې، چي له دې جنګ خدای پاماني وکړم. زیاته مننه له تاسو ټولو څخه او له ټولو سره مي ښې خاطرې لرلې، څه یو سفر وو. خپل د زړه څخه انتخاب وکړی. هر څه چي وغواړی تاسو ورته رسېدلای سي.»

کانر انتوني مک ګرګور د ۱۹۸۸م  د جولای میاشتي په ۱۴مه نېټه ایرلینډ کې زېږېدلی او د آزادي مبارزې په دوو برخو کي تکړه لوبغاړی بلل کیږي.
هغه په نړۍ کي لومړنی لوبغاړی دی، چي په دوو بیلابیلو وزنونو کي د یو اف سي په سیالیو کي اتلولۍ ته رسېدلی.
۳۱ کلن مک ګرګور د آزادي مبارزې لوبي په ۲۰۰۸م کي پيل کړې او په ۲۰۱۲م کي په دوو بیلابیلو وزنونو کي یې لومړي مقامونه خپل کړل.
مک ګرګور په ۲۰۱۵م کي ژوزه آلدو ته په یو اف سي لوبه کي ۱۳ ثانیو کي ماته ورکړه او د نړۍ اتلولي یې خپله کړه.
دا د آزادو مبارزو په یو اف سي سیالیو کي د نړۍ تر ټولو تېزترینه سوځول وه.
هغه په ټولیز ډول ۲۵ نړیوالي لوبي ترسره کړي دي، چي له ډلي یې ۲۲ ګټلي، خو ۳ یې بیا بایللي دي.
مک ګرګور وروسته له هغه د آزادو مبارزې له سیالیو څخه ناامیدي وښودله، چي د روسي مسلمان لوبغاړي نورمحمدوف څخه یې سخته ماته وخوړه.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.