رسنۍ سپورټ وزش او تمرین

مک ګرګور: د نورماګمدوف څخه خپل غچ اخلم!

اعلان

ليکنه: صابرحميدي

په تېر ۲۰۱۸ م کال کي د آزادي مبارزې مسلمان لوبغاړي حبیب نورماګمدوف په یوه رسمي لوبه کي مک ګرګور ته سخته ماته ورکړه.

مک ګرګور په خپل وزن کي د آزادي مبارزې نړویوال قهرمان وو، چي هغه نورماګمدوف ځني ترلاسه کړ.

د نړۍ د مشهورو لوبغاړو حبیب نورماګمدوف او ایرلنډي کانر مک ګرګور ترمنځ د لوبي له پیل څخه حبیب خپل مشهور حرکتونه کارول چي مک ګرګور راټینګ کړي.


د لوبې په څلورم راونډ کي حبیب خپل سیال تر مرۍ راټینګ کړ او هغه ورته د تسلیمېدو اشاره وکړه، خو تر لوبي وروسته اصلی ننداره پیل سوه.

هغه دا چي د ایرلنډي کانر مک ګرګور پلویان له دغي پایلي خوښ نه وه، حبیب چي د هغوی بد او رد واوریدل نو د لوبي له رینګ څخه ئې د ننداره کوونکو منځ ته ځان وغورځاوه او هلته له خلکو سره لاس او ګرېوان سو.

حبیب تر لوبي وروسته یوې خبري غونډي ته وویل ((هغوی زما دین، زما هیواد، زما پلار په هکله خبري راته وکړې، دا څه دي، چي دوی ئې په هکله خبري کوي، نو ما ځکه له رینګ څخه بهر ټوپ کړه)).

مګ ګرګور د ایرلنیډ هیواد او نورماګمدوف بیا د روسیې هیواد دئ، چي دواړه لوبغاړي خپل په وزن کي خورا ډیري لوبي ګټلي او اتلان دي.

اوس مک ګرګور په یو اف سي سازمان کي رسمي اعلان کړی، چي نورماګمدوف ته به ماته ورکوي او خپل غچ به ځني اخلي.

هغه د ESPN نړیوال ورزشي چینل سره په خبرو کي وویل، چي غواړم یو ځلي بیا د نورماګمدوف سره ولوبیږم.

مک ګرګور زیاته کړه((تېره لوبه چي مي د نورماګمدوف سره ترسره کړه له هغه څخه مي ډېر څه زده کړه، اوس بیا غواړم چي د هغه سره میدان ته کښته سم او لوبه ترسره کړم، زه به بیرته خپلي قهرمانۍ ته ځان رسوم، حبیب په تېره لوبه کي ماته هیڅ رانژدې کېدای نسوای اما ما غلطي وکړه او هغه راباندي حمله وکړه، غواړم بیا د حبیب سره لوبه ترسره کړم او خپل غچ ځني واخلم)).

تر اوسه معلومه نده، چي دا دوه وتلي لوبغاړي به څه وخت او چیري سره ولوبیږي.

تر دې دمه د روسیې هیواد مسلمان لوبغاړي نورماګمدوف هم د مک ګرګور د یادو خبرو په اړه څه ندي ویلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړې پر دې سربیره د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د پوهنتون د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.