مکېنزي: د افغانستان وضعیت له نږدې څارو که اړتیا شوه بېرته را ګرځو

د متحده ایالاتو د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کینټ مکېنزي ویلي چې دوی په افغانستان کې وضعیت له نږدې څاري او له هرې ممکنې لارې هڅه کوي چې پر داعش او القاعده ډلې فشار راوړي.

نوموړي له ملیټري ټایمز سره په تازه مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ښکاري طالبان د افغانستان کنټرول بېرته نیسي ویلي، دوی لا هم له اسمان څخه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي.

مکینزي وایي، طالبانو ته وخت ځکه ورکړل شوی دی چې امریکا غواړي دغه ډله وازمایي خو په وینا یې؛ دوی د افغان ځواکونو ملاتړي دي، نه یوازې اوس بلکې د تل لپاره.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې که طالبان لوی ښارونه ونیسي نو دوی به څه وکړي وویل، دوی همدا اوس د وتلو له پلان سره یو ځای پر دې هم کار کوي چې د ورته ستونزې په صورت کې بېرته افغانستان ته څنګه را وګرځي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بروکسل ته تر تګ مخکې په انقره کې خبریالانو ته ویلي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته یوازینی باوري هېواد چې کولی شي د کابل هوایي ډګر وساتي او دغه ماموریت په بریالۍ توګه ترسره کړي هغه ترکیه دی.

دده په وینا امریکایي چارواکو ورسره خبرې کړې دي او ترکیه تیاره ده چې دغه ماموریت ومني.

اردوغان دا هم وايي چې پر دې مسئله به په بروکسل کې له جو بایډن سره هم خبرې وکړي.

ترکیه داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت په اړه اندېښنې پیدا شوې دي، خو ناټو یې یوه غړي هېواد ته د امنیت د سپارلو خبره کړې ده.

طالبانو بیا ویلي چې د هېڅ هېواد نظامي حضور نه مني.