مارچ 2, 2021

مکسویل له هندۍ جینۍ سره واده کوي

سمیع الله درانی
اسټرالیایي غوره الراونډر او په شل اوریزو لوبو کې لومړی نمبر کرکټ ټولچاری مکسویل غواړي له یوې هندو مذهبې سره د واده تړون وکړي.
د مکسویل د مینې تار د اګسټ په ۲۸ مه نېټه څرګند شو، هغه د وینې رمان په نوم یوې هندۍ انجلۍ سره مینه لري او غواړي د خپل عمر اوږده کلونه ورسره یو ځای تېر کړي.
مکسوېل خپلې دغې ملګرې سره په انسټګرام ټولنیزه رسنۍ یو ځای تصویرونه خپاره کړي دي.
وینې رمان په هندوستان کې زېږېدلې ده، ۲۶ کاله عمر لري او په اسټرالیا کې یې د طب په برخه کې زده کړې کړي دي.
له دې وړاندې پاکستاني حسن علي او پاکستاني کرکټر عماد وسیم هم کوژدنې وکړې.
حسن علي له هندۍ انجلۍ سامیا ارزو سره په دوبۍ کې د کوژدې مراسم پرځای کړل.
د حسن علي مېرمن د عربي متحده اماراتو په یو هوایي شرکت کې کار کوي.
عماد وسیم بیا له پاکستاني الاصل انګلستانۍ انجلۍ سره واده کړی دی.
که چېري مکسویل له هندۍ جینۍ سره واده وکړي، نو دا به دوهم اسټرالیایي کرېکېټر شي، چې له یوې هندوې سره واده کوي.
له ده وړاندې اسټرالیایي چټک توپ اچوونکي شون ټېټ هم له هندۍ سره واده کړی دی.
هغه په ۲۰۱۴ م کال کې ماسوم سېنګا سره واده وکړ، شون ټېټ او سېنګه د ۲۰۱۴ م کال آې پي ایل پر مهال سره مخ شوي وو او سره لیدلي یې و.
په تېرکې تاسې په یاران وېب پاڼه کې د پنځه هغو کرکټرانو په اړه لوستي وو، چې له خپلو خپلوانو انجونو سره یې ودونه کړي وو.

نن د افغانستان او ترکیې د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کاله پوره شول

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن “دوشنبه” د ترکیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کلونه پوره او دا سلمه کلیزه به په ګډه ونمانځي. رسنۍ وایي، چې د ترکیې د بهرنیو ... نور ولولئ