سپورټ کرکټ

مکسویل له رواني ستونزې وروسته لوبډله رهبري کوي.

د اسټرالیایي لوبډلې پیاوړی الراونډر ګلېن مکسویل چې د اکټوبر په ۱۲ مه نېټه د دماغي ستونزې له امله له لوبډلې جلا شو؛ یو ځل بیا چمتو شوی چې په بېګ باش لیګ کې د مېلبورن سټارز لوبډله رهبري کړي.

مکسویل په تېرو پړاوونو بېګ باش لیګ کې هم له مېلبورن سټارز لوبډلې سره لوبېدلی او سږ کال د دې لوبډلې مشران غواړي، چې مکسویل ته لوبډلمشري وسپاري.

نوموړي ته د پاکستان خلاف سیریز کې رواني ستونزه پېدا شوه او د اسټرالیا له ملي لوبډلې یې ځان د موقت وخت لپاره ګوښه کړ، ترڅو ارام وکړي او له روغېدو وروسته بېرته لوبو ته راستون شي.

د اسټرالیا کرکټ بورډ ویلي، چې هغه درې اونۍ وړاندې په اسټرالیا کې تمرینات وکړل او ستونزه یې نه وه.

د مېلبورن سټارز لوبډلې مشر روزونکي ډېوېډ هسي ویلي «مونږ خوښ یو چې مکسویل یو ځل بیا په شنه لباس کې وینو».

د اسټرالیا بېګ باش سوداګریز کرکټ لیګ راروان پړاو د ډېسمبر په ۱۷ مه نېټه پېلېږي او د ۲۰۲۰ کال تر فبروري میاشت پورې دوام کوي.

مکسویل ځان چمتو کړی ترڅو د ۲۰۲۰ م کال آې پي ایل سیالیو کې هم واخېستل شي.

د آې پي ایل بولي د ډېسمبر په ۱۹ مه نېټه د هندوستان په کلکته ښارکې کېږي، چې ۹۷۱ هندي او بهرنیو لوبغاړو پکې نوملیکنه کړې ده.

مکسویل اوسمهال په شل اوریزو لوبو کې دویم نمبر الراونډر دی او تر محمدنبي عیسی خېل وروسته دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې