ميرويس نيکه؛”افغانان خپلواک دي، یا به مرو او یا به سرلوړی او ازاد ژوند کوو”

 

میرویس خان هوتک په ۱۰۸۴ه ق یا ۱۶۷۳م  کې زېږېدلی دی. پلار یې شالم خان نومېده، چې د هوتکو د قوم یو منلی مشر وو. مور یې نازو انا وه چې په پښتونولۍ یې د خپل زوی پالنه او روزنه کړې وه.

میروېس خان په زلمیتوب کې د وخت مروجه علوم لوستي وه او وروسته په سوداګرۍ بوخت وو. له خراسانه به یې مالونه هندوستان او د هغه ځایه به یې هېواد ته راوړل، ګټه به یې هم کوله او د نورو خلکو د حاله به هم خبرېده.

میرویس خان د خلکو او هېواد خدمت تر هر څه ښه وباله، سوداګري یې پرېښوده او د هېواد خدمت ته یې ملا وتړله.

لومړۍ یې د خلکو ترمنځ ملي یو والی منځته راووست او بیا یې ګورګین ته ځان نږدې کړ څو په لږه موده کې د هغه د باوري کسانو د جملې څخه شو. د دې لاري یې وکولای شوای چې ځان اصفهان دربار ته ورسوي، هلته به حالات ځانته معلوم کړي او په خپله ګټه به ورځني کار واخلي.

ده په لږ وخت کې د اصفهان په دربار کې دومره نفوذ وکړ چې د هغه ځایه یې ځان د ګورګین په دربار کې د پښتنو د قومونو د مشر په توګه مقرر کړ. اوس یې نو د خلکو یووالی لپاره کار پیل کړ او د ګورګین د له منځه وړو په کار بوخت شو.

د ملي پاڅون لپاره یې یوه جرګه جوړه کړه او پرېکړه یې وکړه چې د بلوڅو، ترینو او کاکړو خانان دې ته وهڅول شي، چې صفوي حکومت ته د مالیې ورکولو څخه ډډه وکړي هغو همداسې وکړه. ګورګین خپل شپږزره کسیز لښکر ژوب او بلوچستان ته ولېږه، پخپله هم ورپسې رهي شو او میرویس خان څخه هم وغوښتل چې ورشي.

میرویس خان هم د اوو زرو پښتون عسکرو سره هلته ځان ور ورساوه. د شپې یې پر ګورګین حمله وکړه، هغه او د هغه ټول کنډک یې له منځه یوړ. پخپله یې د ګورګین کالي واغوستل او د هغه د وژل شوو پوځیانو کالي په خپلو پوځیانو واغوستل او د کندهار پر لور رهي شول. هلته یې د ګورګین پاته پوځ له منځه یوړ، هېواد یې د بېګانه له لاسه خلاص کړ او د یوه خپلواک اولسي حکومت بنسټ یې کېښود.

میرویس نیکه د حکومت له سمبالولو سره په خپله لومړنۍ وینا کې خلکو ته وویل:

«تر هر څه وړاندې د لوی خدای ج شکرونه دي، چې دا لویه کامیابي یې راپه برخه کړه او بیا له هغو ټولو کسانو نه منننه کوم، چې په دې ملي مبارزه کې یې بې سارې سرښندنه او مېړانه وکړه.»

میرویس نیکه خپل ولس ته وویل:

«زه تاسې او ټولې نړۍ ته اعلان کوم، چې افغانان سر له اوس څخه ازاد دي او ازاد به وي، موږ به یا مرو او یا به ازاد او سر لوړي ژوند کوو.»

ده زیاته کړه، زه ستاسو پاچا نه یم، بلکې ستاسو خدمتګار یم.

ده خپله خپلواکي وساتله او په پایله کې یې په اصفهان کې د صفویانو واکمني نسکوره کړه، لوی ملي مشر میرویس نیکه د ۱۱۲۷ قمري کال د لوی اختر د میاشتې په اته ویشتمه نېټه وفات شو او د کندهار لوېدیځ ته د کندهار د اوسني ښار په درې څلور کیلومترۍ کې د کوکران په کلي کې خاورو ته وسپارل شو.

د میرویس نیکه مزار د خلکو مرجع او ټولنځای دی، چې وخت پر وخت ورځي، درناوی ورته کوي او د مزار له برم او پرتم نه یې د هېواد پالنې درسونه اخلي.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ