سپورټ نړیوال کرکټ

ميتالي راج له شل اوریزه کريکټ سره مخه ښه وکړه!

لیکنه: بهار سمسور

د ښځینه کریکټ لوبغاړو له منځه هغه نوم چې د هرچا په خوله دی،متالي راج غواړي له لنډو لوبو شل اوریزه فارمټ سره مخه ښه وکړي.هغه غواړي چې زیات فکر او کار يې باید پر اوږدو لوبو خاص کار په یو ورځنیو لوبو باندې وي.متالي راج وايي:

“کله چې مې په ۲۰۰۶ کال کې په شل اوریزه لوبو کې ګډون وکړ،غوښتل مې دا برخه پرېږدم او زیات کار پر خپل ځان د یو ورځنیو لوبو لپاره وکړم،زما لوی هدف به دا وي څو په ۲۰۲۱ کال کې یو ورځینیو لوبو په نړیوال جام کې خپله لوبډله اتلوالۍ ته ورسوم.”

راج د هند ښځینه شل اوریز فارمټ لوبډلې لپاره د لا ښه ځلیدو هیله لري او وايي د هندي کریکټ بورډ څخه غوښتنه کوي،څو دا لوبډله لا ښه حمایه کړي.د راج په وینا د صوت افریقا خلاف په راتلونکو شل اوریزه لوبو کې لوبیدل يې د بورډ په پرېکړه پورې تړلي دي،که ضرورت و نو کولی شي له لوبډلې سره ولوبیږي.

متالي راج چې زیات کلونه يې د هندوستان لپاره کریکټ کړی، په لوړه کچه مینوال او تعقیبونکي لري،چې په دې پرېکړې سره يې زیات خلک حیران او خفه کړي هم دي.

د هندي کریکټ مشهور ستوری شانوک کیشور وايي:

“هغې ته مې په ۲۰۰۶ کال کې وویل؛باید خپل کریکټ ته دوام ورکړي،راج د هندیو پېغلو د همت سرلاري ده.

د هغې په رامخکې تګ سره نسل دې ته وخوځيده څو کریکټ لوبه تعقیب او پیل کړي.”

متالي راج سره له دې چې په هندۍ ټولنه کې چې له هر ډول کلتوري مسایلو ډکه ټولنه ده، د کریکټ په پیلولو سره له سختو ننګونو سره مخ شوه، خو د دې په خبره سره له ټولو سونزو سره يې دا لوبه پیل کړه او اوس د نړۍ معتبره نوم دی.

د راج کورنۍ مور او پلار هم له دې ټولو ستونزو پرده پورته کوي او وايي چې لور يې له سختو ستونزو سره خپل هدف ته ځان رسولی،چې د دې مسایلو تر څنګ يې له واده کولو هم انکار کاوه او نه يې غوښتل د ژوند ملګری ولري.


راج په ۱۹۹۹ کال کې د هندۍ ښځينه کریکټ لوبډلې غړیتوب تر لاسه کړ او تر دې وخته له دې لوبډلې سره د یوې تکړه لوبغاړې او لوبډلمشرې په توګه پاتې شوې ده،چې په دې وروستیو کې يې د شل اوریز فارمټ لپاره پر ځای بله پېغله لوبډلمشره وټاکل شوه او پرون راج له شل اوریزه لوبو سره د مخه ښې خبر ورکړ.

دي په ۱۰ ټېسټ لوبو کې ۶۶۳ مجموعي منډې تر لاسه کړي دي،خو په ۲۰۳ یو ورځينیو لوبو کې راج ۶۷۲۰ منډې تر لاسه کړې او هم يې په ۸۹ شل اوریزه لوبو کې ۲۳۶۴ مجموعي منډې تر لاسه کړي دي.راج ښۍ لاسې توپ وهونکي ده او هم په ښي لاس لېګ برېک توپ اچونه کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی