موږ څومره نېستمن یو

یوه ورځ یوه شتمن سړي خپل کوچنی زوی کلي ته یوړ، چې ورته وښيي هغه خلک چې هلته ژوند کوي، څومره نېستمن دي. هغوی دواړه، د یوه کلیوال په زوړ کور کې مېلمانه ول. د سفر په پای او د بېرته راستنېدو پر وخت، سړي له خپل زوی وپوښتل: ” زموږ د سفر په اړه دې نظر څه و؟“

هلک ځواب ورکړ: ” عالي و پلاره!“

پلار وپوښتل:” ایا د هغوی ژوند ته دې فکر وکړ؟“

هلک وویل:” هو پلاره!“

بیا یې پلار ترې وپوښتل: ” له دې سفر څخه دې څه زده کړل؟“

هلک لږ فکر وکړ او وروسته په ارامۍ وویل:

” پوه شوم چې موږ په کور کې یو سپی لرو او هغوی څلور، موږ په انګړ کې یوه فواره لرو او هغوی چینه لري چې پای یې معلوم نه دی. موږ په کور تزییني فانوسونه لرو او هغوی ستوري لري. زموږ کور تر دېوالونو محدود دی خو د هغوی باغ بې پایه دی!“

د زوی د دې خبرو په اورېدو د سړي ژبه بنده بنده شوې وه.

هلک زیاته کړه:” منننه کوم پلاره، تا ما ته وښودل چې موږ څومره نېستمن یو!“