کلتور او هنر

مونا بهايي ایم بي بي ایس ، بیرته راستنیږي

دې ورځو کې د سنجي دت مینه والو ته دوه ښه خبرونه دي. یو خو دا چې د راج کومار هیراني له خوا د سنجي دت پر ژوند جوړ شوی ” سنجو“ فلم چې رنبیر کپور په کې د سنجي دت حیرانونکی رول لوبولی په نژدې ورځو کې خپریږي.

بل دا چې د همدې فلم جوړونکي ښاغلي هیراني تایید کړې چې (مونابهايي ۳ ) به یې د سنجو وروسته بل فلم وي.

فلم جوړونکی وايي لیکوال ابیجیت جوشي او ده خپله د مونا بهايي ۳ لپاره یوه په زړه پورې طرحه موندلی او په دې ورځو کې یې پر سکریپټ کار کوي.

د مونا بهايي – ایم بي بي ایس او لګې رهو مونا بهايي د فلمونو له بریا وروسته داسې اوازې وې چې ښايي دې فلمونو د لړۍ درییم هم جوړ شي، ان د ” مونا بهايي چلې امریکا “ په نوم د فلم ټریلر هم خپور شو، خو په حقیقت کې داسې کوم فلم جوړ نه شو.

مونا بهايي ایم بي بي ایس د سنجي دت او هندي سینما یو له ډيرو بریالیو فلمونو څخه و.

خو اوس داسې ښکاري چې مونا بهايي دا ځل ريښتیا راستنیږي او ډیر زر به مونا بهايي ۳ جوړ شي. خو دا چې ارشد وارثي او بومن ایراني به ددې پروژې برخه وي کنه، معلومه نه ده. البته ددې دواړو له ګډون پرته به مونا بهايي نیمګړی وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بريښنا ارغند