مورې! موږ ولې وژنې؟

لیکنه: عزیزالله عزیز

د جهالت د دوره د هغه صحابي کیسه اوس هم د انسانانو زوړونه ریبي ، چې یو کس خپله ګلالۍ لورکۍ ژوندۍ پر ځمکه کې ښخه وي …

دا دی څو پیړۍ وروسته د هیواد د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې د جهالت ، غربت او په ټوله کې د بدمرغه جنګ له کبله یوه مورکۍ دومره رامجبوره کیږي ، چې د خپل زړه ټوټې !
هغه بچیان ، چې ډیرې شپې به یې د دوي د پالنې لپاره سباکړې وي !
هغه اولادونه ، چې د ژوند په یوه سختۍ به یې هم نه پیرزو کیدل !
هغه ماشومان ، چې له ګلونو ډير ښکلي وو !
هغه ماشومان ، چې ان د لوی خالق حق هم ورباندې نه وو !….

ای د کایناتو ربه !
د مور زړه ، خو ډیر نرم وي !
کله ، چې ماشوم ته درد رسیږي ، نو لومړۍ کلیمه یې خولې ته د مور راځي !
دې ماشومانو به د مرګ په وخت کې مور ته په کومو سترګو کتل؟
په زړونو به یې څه تیریدل ؟
مورې!
ای مورې !
موږ ولې وژنې ؟
که ته زموږ د پالنې لپاره ډوډۍ نلرې ، نو موږ چرته لرې پریږده ، چې ژوند وکړو !
ولې راسره داسې کوې !؟
مورې ! ستا زړه پر موږ درد نه کوي ؟
زموږ چغې او فریادونه ستا زړه نه دردوي ؟
مخکې به د درد په وخت کې تا خپلې سینې پوري نیولو !
مینه به دې راکوله !
هیڅ درد او غم به دې راباندې نه وو پیرزو ، خو نن راسره ولې داسې چلند کوې ؟
ولې مو اوبو ته غورځوې ؟
افففف ربه !
د دغه ماشومانو به څه ډول ساه ختلې وي ؟
د مورکۍ په زړه به یې څه تیریدل ؟
ولې دا خوارکۍ دې حالت ته مجبوره شوه !
دا د چا د لاسه !…

دا په دې وطن کې د بد مرغه جنګ د لاسه!
دا دی ، د یوې مور درې بچیانو په اوبو کې ساه ورکړه او خپله یې ځان ته اور ورکړ!

ای! جنګ خوښوونکو!
تاسې خپلو میندو او بچیو ته داسې حالت غواړئ !؟
هیڅکله یې نه غواړئ!

د دې سختو حالاتو لیدل او بیانول له توانه پورته خبره ده !
نور جنګ د څه لپاره !؟
نور د خلکو کورونه ړنګول د څه لپاره ؟
نور د خلکو د ژوند سره لوبې کول د څه لپاره ؟
نور ، نو د داسې وحشتونو او ظلمونو تاب نلرو !…..

د خبرو په حواله ، ( نن د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې یوې میرمنې خپل درې اولادونه او ځان اوبو ته غورځولي ، مړه شوي او تر ټولو دردوونکې یې لا دا ، چې د دغه مور یو کوچنی د څو میاشتو ماشوم ژوندۍ په کور کې پاتې شوی ….)

له بلې خوا بیا ویل کیږي چې: ( د تخار ، فرخار لُجده قریه کې د عبدالله په نوم یو کس ، چې اقتصادي وضیعیت یې ښه دی غوښتل دوهم واده وکړي ، چې خبره کورني تاوتریخوالي ته رسیدلې ، د کور میرمن مجبوره شوې ، د خپلو دریو وړو اولادونو پښې یې تړلي او د کور مخکې اوبو ته یې غور ځولي او ځان یې هم ورغورځولی …)

خالقه !
د دوي په حال ځانګړی رحم وکړه ، ته پر هرڅه قادر ذات یې !
ربه ! نور په دې وطن کې امن ، مینه او یووالي راپیدا کړې…