Advertisements
سینما او موسیقي کلتور او هنر

مهال واک: موږ د سينما لپاره ناکامه جګړه کوو!

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

مهال واک افغان هنرمنده، موډله او فلمي ستورې ده.

واک د افغانستان د لغمان ولايت اوسيدونکې ده خو اوس په کابل کي ژوند کوي.

مهال د ماډلينګ د لومړني ټيم غړې ده، زده کړي هم کوي او ورسره خپل هنر په خورا برياليتوب پرمخ بيايي.

دې پدې وروستيو کي د مهرګان په نوم پنځمي جشنوارې کي د غوره ښځينه فلمي لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړې.

مهال واک د ازادۍ راديو ويډيو څانګي سره د خپل زړه خبري کړي.

نوموړې وايي په خپلي دندي کي په ډير شوق مصروفه يم خو د کور څخه راوتل او ددندي پيل مي په خورا ناندريو وو.

دا وايي کله چي مي سينما ته د تلو اراده وکړه د کورنۍ هر غړی راسره مخالف وو په سينما کي يې د کار کولو اجازه نه راکوله.

خو ددې په وينا د سينما لپاره يې د کورنۍ،ټولني او خلکو سره جګړه وکړه خو ددې په نظر دا جګړه ناکامه وه ځکه زه د خپلي کورنۍ او ټولني سره جنګيږم،هغوی هيڅکله نه راضي کيږي خو بياهم زه مبارزه کوم.

ددې په باور هره نجلۍ چي د کوره بهر د کار لپاره وځي د مخالفتونو سره به مخ کيږي خو يوازي يې مبارزه خپل هدف ته رسولای سي،سينما کي کار کول ډير جرأت ته اړتيا لري ځکه شپه او ورځ نلري نه هم مالوم وخت لري سهار وختي به له کوره وځې او داسي وختونه راځي دشپې يوازي ۲ساعتونه د خوب لپاره چانس پيدا کولای سې.

مهال وايي تر يوکال پوري ما دکورنۍ سره مبارزه وکړه ځکه هغوی زما د امنيت او کارځای په اړه انديښنه درلوده خو اوس هرڅه عادي سوي او پرما، زما پر دندي او مسلک پوره باور لري.

واک له خپل ولسه خوشحاله ده ځکه تر اوسه چي کله چا پيژندلې او ورسره مخ سوې تشويق کړې يې ده او هيڅکله يې ازار ندی ورکړی.

ددې په وينا کله چي ښځينه راسره مخ کيږي تل يې شوق دا وي چي سينما ته راسي خو تر ټوله لويه ننګونه ورته کورنۍ او ټولنه وي.

مهال واک وايي اوس يې پر يوه سريال او فلم کار پيل کړی چي سريال د رويا په نوم تر يوې مياشتي وروسته پيليږي خو فلم به کال وروسته ريليز سي.

د مهال واک هدف دادی چي د موډلينګ له لاري افغاني کالي په نړيواله کچه خلکو ته وروپيژني،او غواړي د ژورناليزم په برخه کي لوړي زده کړي وکړي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.