منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا سره وصل کېږي

افغانستان، ازبکستان او پاکستان د مرکزي او سویلي آسیا ترمینځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه د ریل پټلۍ یو سند لاسلیک کړ.
د ازبکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغو هېوادونو چارواکیو ددې سترې پروژې د لاسلیک په مراسمو کې چې په تاشکند کې تر سره شول برخه اخیستې وه.
په دې مراسمو کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال سردار اموروزاکوف وویل، سوله او ثبات کولی شي چې په افغانستان کې د پرمختګ، اقتصادي ودې او دغه راز  د سیمه ییزې همکارۍ د زیاتیدو لامل شي.
سرچینه زیاتوي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له کوربه هېواد مننه وکړه چې ددې پروژې په هکله یې رغنده رول لوبولی دی.
ښاغلي اتمر د رېل پټلۍ دا پروژه، چې مزار شریف به د کابل له لارې له پېښور سره نښلوي، د افغانستان لپاره حیاتي وبلله او زیاته یې کړه چې د یادې پروژې له لارې به د افغانستان اقتصادي وده نوره هم لوړه شي.
نوموړي د درې واړو هېوادونو ترمنځ دا پروژه د سوداګرۍ، ټرانزیټ او د سیمه ییزې همکارۍ په برخه کې یو اساسي کار وباله او زیاته یې کړه چې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمېنځ دا ګډه پروژه به د سیمه ییزو اړیکو، سوداګرۍ او ترانزیټ د ودې له پاره مشترک ټکی شي او د افغانستان له لارې د منځنۍ او سویلي آسیا د نښلولو ګډه هیله به  ترسره کړي.
د ریل پټلۍ دا پروژه تېره ورځ په تاشکند کې د امریکا د سفیر او د نړیوالو ادارو د یو شمېر استازیو په حضور کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ لاسلیک شوه.
څو ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي وه چې په تاشکند کې یې له ازبکستاني چارواکو سره د رېل پټلۍ پر غځولو او له مرکزي اسیا سره د پاکستان د سوداګریزو اړیکو پر څرنګوالي خبرې کړې دي.
پاکستان زیاته کړې وه چې د ازبکستان په مرسته غواړي د دغه هېواد له لوري تر مزار شریف ښار پورې جوړه شوې رېل پټلۍ د افغانستان له لارې له پېښور سره وصل شي.
پاکستاني لوري ویلي وه چې ازبکستان په دې اړه ورسره د همکارۍ ژمنه کړې ده.
ازبکستاني چارواکو دا مسئله له افغان لوري سره مطرح کړې وه او زیاته کړې یې وه چې د رېل پټلۍ دغه درې اړخیزه پروژه به په ګډه ارزول کېږي او د جوړولو لپاره به یې کار پيلېږي.
تېره میاشت هم د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقینه ـ اندخوی د اوسپنې پټلۍ، د برېښنا د لېږد او نوري فایبر پروژې افتتاح شوې وې.

About هوسۍ لؤنګ 848 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.