منظور پښتین: د افغانانو د ښه ژوند لپاره مبارزې ته دوام ورکوو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په لوګر ولایت کې پر پرونۍ موټر بم چاودنې خواشیني څرګنده کړې او د جګړې له ښکېلو اړخونو یې غوښتنه کړې ده چې د وینې بهولو پر ځای دې د سولې لپاره سره راټول شي او جګړه ځپلي افغانان دې له روانو ناخوالو څخه وژغوري.

پښتین زیاته کړې چې افغان ولس له څو لسیزو راهیسي د جګړو له امله د ګڼو بدبختیو شاهد دی او د سولې ارمانجن وګړي یې باید نور دغه ارمان ته ورسېږي.

منظور پښتین څرګنده کړې ده چې دوی په لر او بر کې د سولې غوښتونکي دي او د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته د مېشتو افغانانو د سوله ییز ژوند لپاره به په ګډه پیل کړې مبارزې ته دوام ورکوي.

منظور پشتین داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په لوګر کې د تېر ماښام خونړي برید د ټپیانو شمېره ۱۱۰ او د وژل شوو کسانو شمېر بیا ۲۴ ته رسېدلی دی.

د لوګر د عامې روغتیا رییس ثمر ګل ثمر رسنیو ته یاده شمېره تایید کړې ده.

تر دې وړاندې ځینو راپورونو ویلي وو چې ان تر دېرشو پورې کسان په دغه خونړۍ چاودنه کې وژل شوي دي.

دغه پېښه په کور د ننه له سختو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

په ورته وخت کې د ترویکا پلس غونډه چې پرون په دوحه کې پیل شوې ده، ګډونوالو یې ویلي چې د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه د طالب مشرانو نومونه په دې شرط لرې کوي چې دغه ډله تاوتریخوالی کم کړي او د افغان کشالې سوله ییز حل ته غاړه کېږدي.

دا غونډه چې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان د استازو په ګډون جوړه شوې ده ګډونوالو یې دغه راز افغان حکومت او طالبان دواړه د سولې په خبرو کې پرمختګ ته هڅولي دي.

افغان حکومت او طالبانو په یاده غونډه کې د خپلو استازو د ګډون تایید کړی دی او دواړو لوریو ویلي چې په یاده ناسته کې د دواړو لوریو ترمنځ د ګډ لیدلوري پر رامنځته کولو هم ټینګار شوی دی.

اروپايي ټولنه: افغانستان کې د طالبانو لخوا د زور حکومت په رسمیت نه پېژنو

by عاقله اسد in افغانستان

اروپايي ټولنه وايي دوی په افغانستان کې د زور له لارې رامنځ ته کېدونکی حکومت په رسمیت نه پېژني. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نکلسون په تازه مرکه کې ویلي دوی ... نور ولولئ