مارچ 1, 2021

منظور پښتین؛ پولیس مو په لار کې ځوروي، خو چې هر ډول وي د کراچۍ غونډې ته به ځان رسوو

راپور: محمد عزيز پردېس
منظور پښتين شېبه وړاندې د خپل فېسبوک ادرس څخه په يوه لنډه لايو ويډويي پيغام کې ټولو پښتنو ته ډاډ ورکړ چې د کراچۍ غونډه که په هر ډول وي؛ ترسره کېدونکې ده.
منظور پښتين په دې لنډه دوه دقيقه يي ويډیو کې په ټولو پښتنو غږ وکړ، چې نه دې ناهيلي کېږي.
هغه وويل:

«زمونږ نيکونو تر دې ډېرې ستونزې ليدلي، خو ناهيلي شوي نه دي، پکار ده چې مونږ بايد ناهيلي نشو؛ مبارزه کې خامخا ستونزې وي.»

منظور په خپلو خبرو کې دا هم اضافه کړه چې، له پرون راهيسې مو چې د کراچۍ ښار پر لور سفر پيل کړی، نو په لاره کې د پنجابي پوليسو له لوري له ډول ډول خنډونو سره مخامخ شوي يوو او لا مخامخېدونکي يوو.
د خبرو ویډیو یې؛

دی زیاتوي؛ هغوی په مختلفو بهانو زمونږ د سفر مخه نيسي، خو مونږ ورسره خپل قانوني چلند کوو، چې په هر ډول وي؛ کراچۍ ته به ځو او نن به د جبر ښار ( کراچۍ ) کې تاريخي غونډه ترسره کېږي.
منظور پښتون په کراچۍ کې ټولو مېشتو پښتنو باندې غږ وکړ او ورته يې وويل چې نن ستاسو د ازمېښت ورځ ده، که مو نن ډار او وېره له منځه يوړه او جوش خروش سره راغلئ؛ نو دا به مو د خپلې روښانه راتلونکې لپاره غښتلی ګام اخېستی وي.
منظور پنجابي حکومت ته په خطاب کې وويل:

«تاسو ناکامه ياست، تاسو دروغجن ياست، تاسو په دې کارونو هېڅکله زمونږ ارادې نشئ کمزورولی.»

کله چې منظور پښتين پرون مازيګر د نامالومو دلايلو له امله کراچۍ ته په الوتکه کې د ورتګ څخه منع کړل شو، نو هغه سمدستي دا پرېکړه وکړه چې د ځمکنۍ ستونزمنې لارې نه به کراچۍ ته سفر کوي.
له بېګاه راهيسي په ټولنيزو رسنيو کې د پنجابي ادارې له لوري د منظور پښتين پر موټريز کاروان د ډول ډول خنډونو خبرونه کښته او پورته کېږي، خو منظور په خپل ويډيوي پيغام کې ټولو ته ډاډ ورکړ چې، دوی ډار اخېستي او هېڅ يې هم له لاسه نه راځي، که په هر ډول وي نننۍ غونډه به په ښه جوش سره وشي او مونږ به پرمخ ځو.

نن د افغانستان او ترکیې د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کاله پوره شول

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن “دوشنبه” د ترکیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کلونه پوره او دا سلمه کلیزه به په ګډه ونمانځي. رسنۍ وایي، چې د ترکیې د بهرنیو ... نور ولولئ