سپورټ نړیوال کرکټ

ميانک اګروال:له سلیزې مخکې وارخطا وم.

لیکنه: بهار سمسور

د هند او سويلي افریقا تر منځ لومړۍ ټېسټ لوبه په هند کې پیل شوې دوه، چې د دغې لوبې ټاس هندي لوري ګټلی و او لومړۍ توپ وهنه یې غوره کړه.

پر لومړۍ ورځ د لوبې هندي پیلیزو توپ وهونکو روهیت شرما او میناک اګروال تر ۲سوه زیاتې منډې ملګرتیا وکړه او دا ورځ څو ساعته مخکې تر پای ته رسیدو د باران ښکار شوه،خو پر سبا یې، چې د لوبې دوهمه ورځ وه روهیت شرما سلیزه تر لاسه کړه او ورپسې میناک هم د ټېسټ لوبو لومړۍ سلیزه جوړه کړه.

روهیت شرما لومړی هندی لوبغاړی شو،چې په دری سره فارمټونو ټېسټ ،یو ورځینیو او هم شل اوریزه لوبو کې د پیلیز لوبغاړي په حیث سل منډې پوره کوي،خو په ټولیز شکل د شرما لپاره په ټېسټ کې دا څلورمه سلیزه وه.

آخوا ميانک اګروال چې له روهیت شرما سره یې ښکلې ملګرتیا وکړه هم په سل منډو او غبرږو سلیزو بریالی شو،اګروال له دریمې ورځې پای ته رسیدو وروسته له هندي کریکټ بورډ تلویزیون سره په خبرو کې، چې اجینکیا راهاني یې پوښتونکی و وویل:

“رښتیا هم مخکې تر دې چې سلیزه پوره کړم،له مخکې وارخطا وم،لومړی روهیت شرما راته داد راکاو،بیا راسره لوبډلمشر پر ویشتنځای ولاړ و،هغه ډاډ راکړ.”

ميانک چې په دې لوبه کې یې په یوه پاڼۍ کې ۲۱۵ منډې اخیستې وې او درویشتم هندی توپ وهوونکی شو،چې داسې کوي له راهاني سره په مرکه کې زیاته کړه:

” کله چې زه په ۸۴ منډو نه سوځیدلی پاتې شوم او باران پیل شو،لوبډلمشر راته وویل؛ته باید پر ویکټ پاتې شې. بیا مې له ده سره ملګرتیا کوله له سلیزې وروسته یې بیا هم راته وویل؛ته باید توپ وهنه وکړې.همدا تشویق و چې زه په غبرګو سلیزو اخیستو بریالی شوم.”

د اګروال په خبره؛ زه د استرالیا خلاف هم په ۷۰ منډو سوځیدلی وم،په وقفه کې مې له سر شستري سره هم خبرې وکړې،هغه راته وویل ته باید دا منډې بدلې کړې ته کولی شې.

د هند او جنوبي افریقا تر منځ د لومړۍ ټېسټ لوبې نن څلورمه ورځ ده،په دغه لوبه کې څلور سلیزې جوړې شوي دي،چې درۍ هغه یې د هند او یوه یې د جنوبي افریقا له خوا ثبت شوې دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی