فبروري 26, 2021

ممبی انډينز د پنځم ځل لپاره پايلوبي ته ولاړل!

ليکنه: مدثر دعوت
د هندوستان پريمرليګ په لومړۍ کوليفایر لوبه کي ممبی انډينز او چينای سوپر کينګز سره مخ سوله.
هري لوبډلي چي په لومړي کواليفاير کي لوبه ګټلې وای مستقيماً پايلوبي ته تله او بايلونکې لوبډله په نيمه پايلوبه کي انتظاريدله.

د لوبي پچه چينای وګټله او په پوره ۲۰ اوورونو کي يې د ۴ لوبغاړو په سوځيدو ممبی ته ۱۳۲ منډي هدف وټاکی.
ډوپلسيس ۶، واټسن ۱۰، مرالي ويجی ۲۶، امباټي رايدو ۴۲ او ډهوني ۳۷ منډي وکړې.
د ممبی توپ اچوونکو کرونال پانډيا او جاداو يوه يوه وکيټه او راهول چاهار ۲ وکيټي واخيستلې.

د چينای پر ويشتن ځای د ۱۳۲ منډو هدف يو اندازه ښه وو ځکه د توپوهني لپاره سخت وو.
که څه هم د ممبی اوپنرانو قوينټن ډيکوک ۸ او روهيت شرما ۴ منډي وکړې خو ايشان کيشن ۲۸ او سرياکمار ياداو يوځل بيا نيمه سليزه ووهله او ۷۱ ناسوځيدلي منډي يې وکړلې.
د چينای لپاره ديپک چاهار او هربجن سينګ يوه يوه وکيټه واخيستله او عمران طاهر بيا ۲ لوبغاړي وسوځوله.

ممبی وکولای سوله چي په ۱۹م اوور کي چينای ته په ۶ وکيټو ماته ورکړي،او پايلوبي ته ولاړه سي.
دا پنځم ځل دی چي ممبی د هندوستان پريمرليګ پايلوبي ته ځي او ۳ ځلي يې ددې ليګ اتلولي ګټلې.
سريا کمار ياداو د ۷۱ ناسوځيدلو منډو په کولو سره د لوبي دغوره لوبغاړی جايزه وګټله.

نن ماښام ۰۶:۳۰ بجې په الميناټور کي سنرايزر حيدر اباد او ډهلي کاپيټلز سره مخ کيږي.
هره لوبډله چي بريالۍ سوه په نيمه پايلوبه کي چينای سوپر کينګز ورته انتظار ده.