ملې لوبغاړي د خپلواکۍ په نوم یوه شل اوریزه لوبه کوي

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، کرکټ بورډ په پام کې لري، ترڅو د راتلونکې جمعې په ورځ د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د خپلواکۍ اخیستلو په موخه یوه شل اوریزه د ملې لوبغاړو ترمنځ لوبه ترسره کړي.

 

یاده اعلامیه کې ویل شوي، چې دا لوبه د جمعې په ورځ سهار ۹ بجې پیلیږي او هر څوک کولای شي په ازاد ډول له ټیکټ اخیستلو پرته په وړیا توګه لوبغالي ته داخل شي او لوبه له نژدې وګوري.

 

د یادونې وړ ده، چې لوبډلې د سولې ساتونکې او د سولې اتلانو په نوم نومول شوي، چې د سولې ساتونکې لوبډلمشر به نجیب الله ځدران او د سولې اتلانو لوبډلې لوبډلمشر به بیا هشمت الله شهیدي وي.

 

خو د نورو لوبغاړو په اړه لا تراوسه خبر نه دی ورکړل شوی.

 

 

 

 

 

وروستي مطالب