سمیع الله درانی
نیوزیلېنډ، سریلانکا ته سفر کړی په دې سفر کې د دوو ټېسټ لوبو سیریز یو د یو پر وړاندې مساوي شو؛ خو د شل اوریزو لوبو سیریز بیا دوه د یو پر وړاندې نیوزیلېنډ وګاټه.
د دې لوبو وروستۍ او دریمه لوبه د سپټمبر په ۶ مه نېټه د جمعې په ورځ ترسره شوه.
ملېنګا پالیکل لوبغالي کې د لوبې دریم اوور پیل کړی و، په همدغه اوور کې یې د نیوزیلېنډ د وېکټو تباهي وکړه.
هغه په لومړي توپ کولېن منرو کلین بولډ کړ، ورپسې یې په بل توپ وهونکي د ایل بي ډبلیو اپیل وکړ، خو لوبڅار اوټ ورنه کړ.
په دریم توپ یې کولېن ډي ګرېنډ هوم بولډ کړ، همېش رترفورډ یې ایل بي ډبلیو کړ، راس ټایلر یې بیا وروستیو کې ایل بي ډبلیو کړ، ملېنګا په دې ډول څلور وېکټې په څلورو توپونو واخېستې او هېټرېک یې هم ترسره کړ.
هغه په خپل بل اوور کې یوه بله وېکټ هم واخېسته او په دې ډول یې په ۴ اورونوکې یو اوور مېډن کړ، ۷ منډې یې ورکړې او ۵ وېکټې یې واخېستې.
نوموړی په ۲۰۱۹ م کال کې دوهم بالر شو، چې دا ډول یوه کارنامه کوي، تر ده وړاندې د ۲۰۱۹ م کال په سر کې د نیوزیلېنډ یوه بالر کایل جمېسن هم د نیوزیلېنډ د کلبونو ترمنځ شل اوریزه لوبه کې ۷ منډې ورکړې وې او ۶ وېکټې یې اخېستې وې او ملېنګا دوهم بالر شو، چې ۲۰۱۹ م کال کې ۵ وېکټې اخلي او ۷ منډې ورکوي.
ملېنګا چې د یارکرو د پاچا په نوم شهرت لري، د نیوزیلېنډ خلاف لوبه کې یې هم پنځه یارکر بالونه وکړل، چې له دوهم توپ پرته یې په لومړي او وروستیو درې توپونو پرله پسې وېکټې واخېستې.
په شل اوریزو لوبو کې اکرمن په ۴ اورونوکې د ۱۸ منډو په ورکولو او د ۷ وېکټو په اخېستلو سره لومړی مقام لري، سوفیا په نامه توپ اچوونکې ۶ وېکټې اخېستي او دوهم مقام کې ده،
شکېب الحسن د شپږ منډو په ورکولو سره ۶ وېکټې اخېستي او دریم دی او څلورم بیا ملېنګا دی، هغه د اسټرالیا په سوداګریز لیګ کې په ۴ اورونوکې ۷ منډې ورکړې وې او ۶ وېکټې یې اخېستې وې؛ خو د ۲۰۱۹ م کال په نهمه میاشت ( سپټمبر کې یې دا کارنامه هم ثبت کړه.