ملګري ملتونه: د افغانستان لپاره شپږ سوه میلیونه ډالره بشري مرسته راټولوو

ملګري ملتونه افغانستان ته د شپږ سوه میلیونه ډالره بشري مرستې د جلب په لټه کې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش ویلي، چې افغانستان له سخت بشري ناورین سره مخ دی او اوس ددې اړتیا ده چې ژر تر ژره ددغه ناورین د لا پراختیا مخه ونیول شي.

د نوموړي په خبره د طالبانو تر حاکمیت مخکې په افغانستان کې شاوخوا ۱۸ میلیونه وګړو بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لرله او اوس هم دغه شمېره د لوړېدو په حال کې ده.

ملګري ملتونه وایي دوی په دې لټه کې دي چې د افغانستان لپاره ژر تر ژره شپږ سوه میلیونه بشري مرسته برابره کړي او له مرستندویه هېوادونو یې غوښتي چې له سیاسي ملحوظاتو پرته ددغه مرستې په برابرولو کې ونډه واخلي.

یادې ادارې، وچکالي، جګړې، کډوالي او نا امنۍ ددې بشري ناورین ستر لاملونه ښودلي او تمه لري چې د نړیوالو په مرسته دغه ناورین کابو کړل شي.

په ورته وخت کې په المان کې د کلیسایي مرستو سازمان (کاریتاس) عمومي مشر پیټر نیهر ویلي چې افغانستان په بد وضعیت کې قرار لري او افغانان په اوس وخت کې تر بل هر وخت ډېر نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

هغه له نړیوالې ټولنې او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتي چې د امکان تر حده دې ژر تر ژره له دغه هېواد سره بشري مرستې پیل کړي.

نیهر زیاته کړې چې دوی په افغانستان کې ۱۲ خیریه پروژې لرلې خو کله چې د ا.ا.ا د واک واګې په لاس کې اخیستې دي یوازې دوه یې فعالې دي.

هغه دغه راز ویلي چې د دوی تر سل ډېر کارکوونکي په افغانستان کې پاتې دي او په وینا یې تر اوسه ورته د چا له لوري هیڅ ډول خنډ نه دی جوړ شوی.

وروستي مطالب