ملګري ملتونه: افغانستان سره د لا ډېرو مرستو د جذب په لټه کې یو

ملګري ملتونه

ملګري ملتونه وایي لا هم افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د راټولولو په لټه کې دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې دوی په راتلونکو څلورو کلونو کې په ټوله نړۍ کې له لوږې سره د مبارزې په موخه ۴۱ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، چې وکړی شي له ۱۸۳ میلیونه وګړو سره د لوږې په ختمولو کې مرسته وکړي.

ملګري ملتونه وایي افغانستان، سوریه، ايتوپیا، سوډان او یمن هغه هېوادونه دي چې تر نورو ډېر پکې خلک له لوږې او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

سرچینه وایي دوی هڅه کوي چې تر ټولو ډېرې مرستې افغانستان ته ولېږي ځکه دغه هېواد تر نورو ډېر له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

ملګري ملتونه زیاتوي، چې لا هم له افغانستان سره د بشري مرستو د جذب لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې روان کال په یادو پنځو هېوادونو کې له لوږې سره د مبارزې لپاره میلیاردونه ډالرو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې نړیوال بانک د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ د یوې برخې د ازادولو پرېکړه کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې نړیوال بانک ویلي چې دوی د افغانستان د بیا رغونې له صندوق ۲۸۰ میلیونه ډالر ازادوي.

سرچینې ویلي چې دا پیسې به د ملګرو ملتونو دوو برخو یونسیف او د خوړو نړیوالو پروګرام ته لېږدول کېږي.

نړیوال بانک وایي چې یادو پیسو به په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو لپاره کار اخیستل کېږي.

تر دې وړاندې ټاکل شوې وه، چې نړیوال بانک ۵۰۰ میلیونه ډالر کنګل شوې شتمني ازاده کړي، خو اوس ویل کېږي چې راتلونکو ورځو کې به شاوخوا ۲۸۰ میلیونه ډالر ملګرو ملتونو ته ورکړل شي څو یې په افغانستان کې پر بشردوستانه خدماتو ولګوي.

وروسته له هغه چې طا لبان په افغانستان کې واکمن شول، امریکا د افغانستان شاوخوا ۹ میلیارده ډالر شتمني کنګل کړې، چې دلته د اقتصادي ستونزو سبب شوې ده.

افغانستان له امریکا سره په وروستیو مذاکراتو کې هم د دغه پیسو د ازادولو غوښتنه کړې ده.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله