ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو جمهوریت او طالبانو ته نهه ماده‌ییز لیک سپارلی

ملګرو ملتونو، امریکا، ترکیې او قطر، افغان دولت او طالب پلاوي ته د ګډو اصولو تر عنوان لاندې یو نهه ماده‌ییز لیک سپارلی دی څو د ترکیې ناسته کې ورباندې هوکړې ته ورسېږي.

په یاد متن کې راغلي چې افغانان له څو لسیزو جګړو ستړي شوي دي او دوی ټول د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې پرمختګ ته ژمن دي.

په دغه نهه ماده‌ییز لیک کې ډېر مهم موضوعات راخیستل شوي دي خو سراسري او تلپاتې اوربند، انتقالي حکومت او د همدې حکومت له لارې ټول شموله دولت ته زمینه برابرول، د بشري حقونو درناوی، د تېرو لاسته راوړنو ساتنه، له نړیوالو، ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره د ښو اړیکو ساتل د دغه متن مهم ټکي دي.

د یاد لیک په یوه ماده کې راغلي چې اسلام مقدس دین چې د افغانستان رسمي دین او د افغانانو د یووالي منبع ده، سیاسي مشارکت به د همدې دین په رڼا کې ترسره کېږي.

په ورته وخت کې د ملي مصالحې عالي شورا وایي چې د دغې شورا په نننۍ ناسته کې د ترکیې کنفرانس لپاره یوه طرحه توحید شوې ده.

ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر

د دغې شورا د رهبرۍ کمېټې له څو ورځو راهیسې د بېلو ګوندونو او بنسټونو له لوري پر وړاندې شویو طرحو ناستې پیل کړې وې چې بلاخره نن یې د یوې طرحې د توحید خبر ورکړی دی.

د یادې شورا د معلوماتو له مخې، د سولې مسودې طرحې د توحید او ترتیب کمېټې غړیو د یو شمېر منظمو ناستو څخه وروسته د سولې طرحه توحید کړې او ددې طرحې توحید شوې بڼه یې د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ته سپارلې ده.

د ویلو ده چې په نږدې راتلونکي کې به په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو د ملګرو ملتونو تر څار لاندې مهمه ناسته جوړه شي.

د یادونې ده چې نن د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې دوی له خلیلزاد سره د ترکیې د غونډې پر اجنډا خبرې کړې دي او د دغې ناستې په اجنډا کې مهم موضوعات ټاکنې او اوربند دواړه شامل دي.

نوموړي نن د کابل په کوهدامن کې د جمهوریت په ملاتړ جوړې شوې غونډې ته دغه راز ویلي چې که د ترکیې په ناسته کې هوکړې ته ورسېږي، نو د هوکړې هره برخه به د افغانستان لویې جرګې ته وړاندې شي.

صالح زیاته کړې چې دوی د سولې ټینګښت لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي خو تر ټولو ستره اشتباه یې د پنځه زره طالبان زندانیانو خوشې کول وو چې په وینا یې د یادو پنځه زره زندانیانو له ډلې ۷۵ سلنه یې بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.

هغه ټینګار کړی دی چې دوی به دا تېروتنه بیا تکرار نه کړي.