سپورټ کورنی کرکټ

ملي راډیو ټلویزیون د شپږیزې کرکټ لیګ د خپرولو حقوق ترلاسه کړل.

سمیع الله درانی

افغان کرکټ بورډ وایي، د کرکټ بورډ اجرائیه مشر لطف الله ستانکزي او د ملي راډیو ټلویزیون مشر اسماعیل میاخېل د شپږیزې کرکټ لیګ لوبو په تړاو، چې د روانې اکټوبر میاشتې له اوومې تر ۱۸مې نېټې پورې ترسره کېږي، ناسته وکړه چې په پایله کې يې ملي راډیو ټلویزیون د یادو لوبو د خپرولو حقوق ترلاسه کړل.

په دغې ناسته کې چې پرون ترسره شوه، د ملي راډیو ټلویزیون مشر ښاغلي میاخېل په دې اړوند خوښي څرګنده چې په وینا یې، ویاړو چې د شپږیزې کرکټ لوبو د خپرولو حقوق ملي راډیو ټلویزیون ترلاسه کوي.

همدرانګه د کرکټ بورډ اجرائیه مشر ښاغلي لطف الله ستانکزي هم وویل، خوښ دی چې ملي راډیو ټلویزیون د دغو ملي لوبو د خپرولو حقوق ترلاسه کړل.

ښاغلي ستانکزي وویل: ((هیله لرم چې ملي راډیو ټلویزیون به دغه لوبې په ډېره ښه توګه خپرې کړي او دا چې ملي ټلویزیون په ټول هېواد کې خپرونې لري نو ډاډ لرم چې ټول هېوادوال به مو له دغو لوبو ډېر خوند واخلي چې زموږ اساسي موخه هم هېوادوالو ته د کرکټ لوبو رسول دي)).

د یادولو ده چې د شپږیزې کرکټ لیګ شپږم پړاو سیالۍ به د راتلونکې اکټوبر میاشتې په اوومه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۸مې نېټې پورې به دوام ومومي.

د کرکټ بورډ له خوا مخکې د دې سیالیو لپاره د سپټمبر ۲۶ مه نېټه ټاکل شوې وه؛ خو پرون کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې دا سیالۍ به د اکټوبر په ۷ مه نېټه پیل شي.

که د اکټوبر په ۷ مه نېټه دا سیالۍ پیل شي، نو ۱۵ ورځې وروسته به یې پرانېسته وشي.

تر دې وړاندې د نړیوال جام لوبې هم ملي تلویزیون اخېستې وې؛ خو د نشر په برخه کې یې ستونزه دا وه، چې سپوږمکۍ کې یې یاد چېنل نه نیوه او یواځې د انتن په وسیله یې نیوه، چې کیفیت یې درست نه و.

اوس هېوادوال د ملي تلویزیون له ادارې هیله لري، چې دا سیالۍ په پوره لوړ کیفیت سره د تلویزیون په پرده وښيي؛ ترڅو ترې خلک خوند واخلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی