ملا هبت الله اخوند د علماوو لویې غونډې ته راغلی

د دیني علماوو د لویې غونډې پر دویمه ورځ، د طالبانو د ویاند یو مرستیال بلال کریمي په ټویټر پیغام کې ویلي، د طالبانو تحریک مشر ملا هبت الله اخوندزاده هم د غونډې په دویمه ورځ د غونډې تالار ته ورغلی دی.

نوموړي په دې اړه نور څه نه دې ویلي چې ملا هبت الله به غونډې ته وینا وکړي که نه او یا په غونډه کې یې د ګډون موخه څه ده.

د باختر دولتي خبري اژانس د راپور په حواله، د غونډې مشر مرستیال مولوي محمد اسمعیل غونډې ته د ملا هبت الله د راتګ هرکلی وکړ.

په تېر اګست میاشت کې د طالبانو له واکمنېدو را وروسته دا د علماوو لومړۍ او تر ټولو لویه غونډه ده.

هېره دې نه وي، چې د طالبانو نظام د کورني او بهرني مشروعیت له ننګونو سره مخ دی او تراوسه د نړۍ یوه هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د طالبانو حکومت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د غونډې له ګډونوالو غوښتي، چې د ‘ستونزو هواري لپاره ‘ دوی ته لارښوونې او فتواوې ورکړي.

د نجونو زده کړې، د ښځو کار، بشري حقونه او د ټول ګډونه حکومت جوړېدل یو شمېر هغه مسئلې دي چې نړیوال یې پر سر له طالبانو سره جوړ نه دي او داسې احتمال څرګندېږي چې په دې غونډه کې به پرې بحثونه وشي.

د باختر دولتي خبري اژانس د راپور له مخې دغه درې ورځنۍ غونډه پرون سهار د حبیب الله حقاني په مشرۍ د طالبانو حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په وینا پیل شوه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د علماوو دې غونډې د امنیت ساتنې لپاره په کابل ښار کې نږدې ۱۲ زره امنیتي کسان په دنده ګومارل شوي دي.