ملا برادر: پوهنتونونه به ډېر ژر پیل شي

د افغانستان ا.ا وایي شرعي اصولو ته په پام به ډېر ژر د پوهنتونو دروازې د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستل شي.

د رییس الوزرا مرستیال مولوي برادر د دولتي پوهنتونو د استادانو له اتحادیې سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی په افغانستان کې د لوړو زده کړو دوام او په دې برخه کې د کیفیت لوړولو ته ژمن دي نو له همدې امله هڅه کوي ډېر ژر د پوهنتونو دروازې د محصلینو پر مخ پرانیستل شي.

دده په وینا شرعي اصول به په پوهنتونو کې مراعات کېږي او ټولو ته به د زده کړو زمینه برابرېږي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې تېره ورځ د افغانستان ا.ا د لوړ زده کړو وزارت معین لطف ‌الله خیرخواه په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې تر راتلونکو لسو ورځو پورې به په هېواد کې دولتي پوهنتونه خپل درسونه پیل کړي.

د نوموړي په خبره، تر راتلونکو لسو/پنځلسو ورځو پورې به د ګرمسیرو ولایتونو دولتي پوهنتونونه د هغو زده کړیالانو پر مخ پرانیستل شي چې اخیري سمسترونه یې دي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې دوی پر یوې طرحې کار پیل کړی دی څو ژر وکولی شي پوهنتونونو ته تازه بریالي شويو محصلینو ته هم د زده کړې بهیر عادي کړي.

خیرخواه ټینګار کړی دی چې له دې وروسته به په پوهنتونو کې د نجونو او هلکانو ټولګي جلا وي او په یو صنف کې د درس ویلو حق نه لري.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله