سپورټ نړیوال کرکټ

مصباح الحق د پاکستانۍ لوبډلې روزونکي دندې ته ځان کاندید کړ.

لیکنه:بهار سمسور

وروسته تر هغې چې په ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې پاکستان ښه ونه لوبیده،د دې هېواد کریکټ بورډ غواړي،چې اوسني روزونکي میکي ارتر سره قرارداد چې پای ته رسیدونکی دی بیا تازه نه کړي.

میکي ارتر کم و زیات دری کاله د پاکستانۍ لوبډلې مشر روزونکي دنده اجرآ کړه،خو د وروستۍ چمپینز ټراپۍ له ګټلو وروسته دا لوبډله ښه نه لوبیږي او همدا دلیل دی،چې پاکستانی بورډ غواړي نوی روزونکی پر دنده وګماري.

مصباح الحق چې دا وخت په لاهور کې د لوبډلې سره په تمریني کمپ کې د لارښود دنده اجرآ کوي، ورځ مخکې یې د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي دندې لپاره یې ځان نوماند کړی..

نوموړي رسنیو ته ویلي؛ خوښ دی،چې د خپلې ملي لوبډلې سره د کار کولو لپاره هوډ لري او هڅه کوي،څو له روزونکي ډلګۍ سره یو ځای کار وکړي.د پاکستان کریکټ کومیټه وایي،اوسني مشر روزونکي میکي ارتر ترې غوښتي،دی غواړي دوه کاله نور هم له پاکستان کریکټ ملي لوبډلې سره د روزونکي پر دنده پاتې شي،خو داسې ښکاري چې له پاکستانۍ لوبډلې سره د ارتر وروستۍ شپې دي.

که مصباح الحق د مشر روزونکي دنده تر لاسه کړي،نو د پاکستاني لوبغاړو او لوبډلې لپاره به غوره خبره پر دې وي، چې هر هغه لوبغاړی چې په کورنیو لوبو کې لوبیږي او ملي لوبډلې ته د انتخاب وړ وي په اسانۍ سره به رامخکې کیږي.

مصباح د پاکستان لپاره د لوبډلمشر په صفت زیات کریکټ کړی او نوموړی د اوږدو لوبو پاڼۍ په لوبولو او ارامه توپ وهنې له وجهې د دیوالي لوبغاړي او مېسټر ټاک ټوک پر نوم شهرت درلود.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی