سمیع الله درانی
د پاکستانۍ لوبډلې مشر روزونکي مصباالحق ویلي، چې اسټرالیا کې له اسټرالیا سره لوبه کول، ستره ستونزه ده؛ بل د هغه ځای هوا سره د لوبغاړو بلدتیا بله ستره ننګونه ده، چې دوی به یې مخکې ولري.
د پاکستانۍ لوبډلې روزونکی اوس له دې هم وېره لري، چې سریلانکا په شل اوریزو لوبو کې پاکستان ته په لاهور ښار کې ماته ورکړه او پاکستانۍ لوبډله یې وایټ واش کړه، اوس یې دوهمه وېره له اسټرالیا ده.
نوموړی وېره لري، چې هسې نه د ده په روزنه کې د ده لوبډله دوهم شل اوریز سیریز هم وبایلي او پاکستان ته به په نړیواله درجه بندۍ کې ضربه ورسېږي.
د مصباح په وېنا په اسیایي ویشتن ځایونوکې د بالرانو لپاره سپېن بالېنګ ستره لاسته راوړنه لرلی شي؛ خو اسټرالیا کې بیا چټک توپ اچوونکي تر څوکه توپ اچوونکو ښه ځلېږي او اړتیا دا ده، چې د دوی فسټ بالران ښه ولوبېږي.
خو بل پلو د اسټرالیا توپ وهونکي په اسټرالیایي ویشتن ځایونو د بونډریانو او چټکې توپ وهنې خورا وږي وي، دوی په هر توپ لکه د وږي زمري برید کوي او توپونه په راکېټ شاټونو سره له پولو اړوي.
د یکشنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۷ مه نېټه یې سریلانکا ته تاریخي ماته ورکړه، چې وارنر پکې د خپلې ۳۳ مې زوکړې کلیزې په ورځ ریکارډونه هم جوړکړل.
اوس د پاکستان لپاره هغه متل د کاڼي کرښه کېدلی شي، چې وایي مار خوړلی له پړي هم وېرېږي، مطلب دا چې پاکستان ته سریلانکا په یوه کمزورې لوبډلې ماته ورکړه؛ نو د اسټرالیا د غره په څېر مظبوطه لوبډله به لا د پاکستانۍ لوبډلې د خولې خوند ورخراب کړي.
د مصباح په خبره اسټرالیا کې به د پاکستانۍ لوبډلې لوبې د روزونکي او دوو لوبډلمشرانو لپاره ستره ننګونه وي.
د ټېسټ لوبو لپاره د پاکستان نوی لوبډلمشر د سرفراز احمد پرځای اظهرعلي ټاکل شوی او شل اوریزو لوبو لپاره بیا لوبډلمشر بابراعظم دی.
پاکستانۍ لوبډله اوس اسټرالیا ته رسېدلې او هلته یې خپل تمرینات د دې لپاره پیل کړي، چې د اسټرالیا له هوا سره لوبغاړي بلد کړي.
دواړه لوبډلې د نومبر په ۳ مه نېټه د شل اوریزو لوبو لړۍ پیلوي.
دا لوبډلې درې شل اوریزې او دوه ټېسټ لوبې لري.