ساینس او ټیکنالوژي مخکښان

مشهور فزیک پوه سټیفن هاوکینګ ومړ

لیکنه: شریف شاهین

یاران اپ په ګوګل پلی سټور کې یاران په ګوګل پلی سټور کې

یاران اپ په ایفون اپ سټور کې  یاران په ایفون اپ سټور کې 

د انګلستان نوموتی او پیاوړی فزیک پوه او فضا پیژندونکی سټيفن هاوکینګ نن سهار وختي د ۷۶ کلونو په عمر ومړ.

د برتانیا مطبوعاتي ډلې د هاوکینګ د اولادونو له قوله لیکلي، چې نوموړی نن سهار وختي د انګلستان په کمبریج کې په خپل کور وکې ومړ.
سرچینې د سټيفن هاوکینګ د اولادونو له قوله لیکلي: “موږ ډير خواشیني یوو، چې زموږ خوږ پلار ومړ.”

د نوموړي اولادونه وايي، سـټيفن هاوکینګ وتلی ساینس پوه او يو خارق العاده انسان و او د نوموړي کارونه او علمي میراث به کلونه ژوندی وی.

سټيفن هاوکینګ له ۱۹۶۲ کال راهیسې د انګلستان په کمبریج پوهنتون کې استاد و او تر ټولو مهم او اساسي کار يې د ((وخت لنډ تاریخ)) یا Brief History of Time څيړنه وه.

سټیفن هاوکینک د ۱۹۴۲ د جنوري په ۸ مه په انګلستان کې وزیږید. نوموړی ۲۱ کلن و، چې د ALS په نوم یوه ناروغي پکې تشحیص شوه. دا ناروغي د انسان هغه دماعي حجرې له مینځه وړي، چې د عضلاتو د حرکت سبب کیږي.

د سټیفین هاوکینګ بشپړه بیوګرافي؛

د نوموړي په ژوند په ۲۰۱۴ کال کې یو فلم هم جوړ شو، چې د (هر څیز تیوري) یا د Theory of Everything په نوم یادیږي.

د نوموړي مهم اثار د وخت لنډ تاریخ، کاینات یوه کڅوړه ده، او عظیم ډیزاین دي.

نوموړي په ۱۹۶۵ کال کې واده وکړ او اوس درې اولادونه لري. سټفن هاکینګ په طبي علومو کې لسانس کړی او خپله پي ایچ ډي يې د کایناتو او فضا په پيژندنه کې کړې وه.

د نوموړي یو له مهمو تحقیقاتو څخه یو هم بلک هولز یا تورې سوړې دي، چې په فضا کې موجودي دي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین