مسکډزا له افغانستان سره له سیریز وروسته استعفا کوي

ليکنه: سميع الله درانی
د زِمبابوې ټاپ ارډر توپ وهونکی همېلټن مسکډزا اوس وایي له افغانستان سره تر ټرای یا درې اړخیز سیریز وروسته له لوبو سره مخه ښه کوي.
هغه پرون د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې له هر ډول کرکټ سره به خدای پاماني کوي.
افغانستان، زِمبابوې او بنګله دېش د پلازمېنې ډاکې په کوربتوب درې اړخیز سیریز د سپټمبر په ۱۴ مه نېټه پیلوي.
مسکډزا د زِمبابوې تجربه کاره مشر لوبغاړی دی، چې د زِمبابوې لپاره یې ۳۸ ټېسټ لوبې کړي.
نوموړي ۲۰۹ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې دې لوبوکې یې ۵۶۵۸ منډې کړي دي.
هغه په د همدغه کال په فبروري میاشت کې د زِمبابوې لپاره لوبډلمشر وټاکل شو؛ خو د لوبډلې اقتصاي حالت د خرابېدو په وجه یې لوبډلمشري پرېښوده.
مسکډزا د زِمبابوې لپاره څلورم پیاوړی لوبغاړی دی، چې استعفا ورکوي.
له ده وړاندې چېګومبورا او انډي فلاورز او د هغه ورور هم استعفاوې ورکړې وې.
هغه په شل اوریزو لوبوکې برید کوونکي توپ وهنه کوله، ده ۶۲ شل اوریزې لوبې کړي ۱۵۲۹ منډې کړي یوه سلیزه او ۱۰ نیمه سلیزې لري.
مسکډزا او لوبو ته راتګ یې
۲۰۰۱ کال کې ټېسټ لوبو ته راغی او ۲۰۱۹ کال کې یې استعفا ورکړه.
۲۰۰۱ کال کې یې یو ورځنۍ لوبې هم پیل کړې او ۲۰۰۶ م کال کې شل اوریزو لوبو ته راغلی و او اوس یې له ټولو لوبو د استعفا په درشل کې دی.