Advertisements
طبیعت له نړۍ

مسکو کې د پیړۍ تر ټولو تود ډیسمبر، ښاروالي یې پر واټونو مصنوعي واوره شیندلې

لیکنه: ياران

مسکو په تیره یوه پیړۍ کې تر ټولو د تاوده ډیسمبر شاهده وه. دلته چې د نوي کال او کریسمس د لمانځلو مراسم په دودیزه توګه یو ډول له واورو سره تړل شوي، چارواکي یې اړه شول چې د روسیې د پلازمینې پر واټونو د نوي کال په مناسبت مصنوعي واوري وشیندي.

واټونو ته د مصنوعي واورې رسول، په ټولنیزو شبکو کې د خلکو لپاره د شوخۍ یو سبب شو. یو کس لیکلي” د مسکو په ښاري بودیجې هر څه اخیستل کیدای شي، ان ژمی هم “

خو د مسکو چې په ساړه ژمي مشهوری دی، په هوا کې یې دا بې ساري بدلون او تودخې پر روسیې د اقلیمي بدلون د اغیزو په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

د دوشنبې په ورځ هوا پیژندونکو اعلان وکړ چې په روسیه کې 2019 م کال د تاریخ په اوږدو کې تر ټولو تود کال و.

د دیسمبر میاشت په مسکو کې په تیرو 133 کلونو کې تر ټولو توده ، میاشت بلل شوې ده.

دغلته چارواکي وايي، په مسکو کې ښار کې ګلانو او ونو له وخت مخکې غوټۍ سپړلي، ځکه د ډیسمبر په میاشت کې یې پر نرمه مځکه او توده هوا د پسرلي ګومان کړی، همدارنګه د مسکو ژوبڼ کې د ځینو ژویو ژمنی خوب هم د تودې هوا له کبله ګډ وډ شوی دی.

ښايي همدا مسله به ددې سبب شوي چې چارواکو د تورسکایا واټ ته په مصنوعي واوره بار لارۍ واستولې، څو په ټول واټ کې د واورې یوه کرښه جوړه کړي. د مسکو په نورو سیمو لکه سور ډګر کې هم د مصنوعي واورو غونډۍ لیدل شوي دي.

چارواکي وايي، مصنوعي واورې یې د سکي لوبې ( پر واورې د ځغاستې ) له یو کلب راوړي خو مسکویان وايي، د طبیعي واورې تنده په مصنوعي واورې نه ماتیږي.

روسیه په نړۍ کې د هغو هیوادونو له مخکښانو څخه ده چې د نړیوال اقلیم پر بدلون د انساني کړنو اغیزې له پامه غورځوي.
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین منلې چې اقلیمي بدلون یې ممکن د هیواد لپاره ناورین وي، خو تر اوسه پورې یې د نړۍ د ساینس پوهانو دا نظر نه دی منلی چې د انسانانو کړنې او فعالیتونه د مځکې د کرې د تودیدو سبب شوي دي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران