سپورټ

مسلمان فوټبالر رزق ته په احترام نړۍ حیرانه کړه

رزق ته په احترام کولو سره د جرمني مسلمان فوټبالر د دنیا پام ځانته را واړوه او د خپلو مینوالو په شمېر کې یې لا زیاتوالی راوسته.

د جرمني هېواد مشهور مسلمان فوټبالر مسعود اوزیل چې د ترک نژاد سره تړاوو لري، د لوبې په جریان کې یې رزق ته احترام وکړ او د زیاتو خلکو پام یې ځان راواړوه.

دا پېښه د انګلستان هېواد په روان اروپا لیګ کې د ارسنل او ټلیټکو میډرډ تر منځ د سیالۍ په جریان کې وشوه.

په ويډیو کې ښکاري چې کله مسعود د میدان له کونج څخه بال شوټ کوي، نو تر مخه یې د ډبل ډوډۍ یوه تکړه پرته وي، خو مخکې تر دې چې هغه بال په پښه ووهي د ډوډۍ تکړه راغلي لومړی یې ښکلوي بیا یې يې په احترام ډول سره په محفوظ ځای کې ږدي.

مسعود اوزیل مسلمان لوبغاړی دی چې په دغه لوبه کې یې د ارسنل د لوبډلې په ګټه لوبېده.

خبر زیاتوي چې په لومړیو کې ننداره چيان نه پوهېدل چې ولي مسعود اوزیل دا کار تر سره کړ خو وروسته بیا ښکاره شوه چې مسعود دا کار د اسلام مبارک دین په رڼا کې کړی، ځکه د اسلام په سپیڅلي دین کې د رزق په اهمیت او احترام په تړاوو ویل شوي او اصراف او بې ځایه غورځول ګناه ده.

د فوټبال د سیالۍ پر مهال د مسعود اوزیل دغه ویډیو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپره شوه او زیات خلکو وليدله، د نوموړي دغه عمل د نړۍ خلکو زیات خوښ کړ او وستایل شو.

ویډیو؛

د ارسنل او اټلیټکو میډرډ تر منځ دغه سیالۍ چې د نیمه پایلوبې سیالي وه، یو ـ د یو پر وړاندې مساوي پای ته ورسېده.

د مسعود اوزیل مسلمان جرمني فوټبالر په تړاوو ویل کیږي چې د اسلام په مبارک دین میئن شخص دی او همېشه یې اسلامي اصول په نظر کې نیولي وي، او تر لوبې وړاندې همېشه د قران کریم تلاوت کوي.

نوموړي یوې جرمنۍ رسنۍ سره خبرو کې ویلي وه مخکې تر دې چې میدان ته ښکته شي د قران کریم تلاوت کوي او د خپل ځان او لوبډلې لپاره د بریا دعاوې غواړي، خو په دغه جریان کې چې دی د تلاوت او دعاوې کوي ملګري نشي کولی خبرې ورسره وکړي.

دغه راز مسعود اوزیل جرمني فوټبالر روژه هم نیسي او په ۲۰۱۶ میلادي کال یې عمري ته هم تللی او د مبارکې کعبې شریفي دیدار یې هم نصیب شوی و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی